د لاس رسي وړ اتصالات

غني افغان ځواکونو ته: که طالبان اوربند ونکړي، د هیواد هره سیمه کې یې وځپئ


ولسمشر غني: موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یوو
ولسمشر غني: موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یوو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان جګړې ته دوام ورکوي افغان ځواکونه یې هم باید مقابلې ته لازم چمتووالی ولرئ.

ښاغلي غني تیره شپه مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) د قول اردوګانو قوماندانانو او د زونونو د امنیتي مرکزونو له مسوولینو سره د کوچني اختر مبارکۍ په مناسبت په ټلیفوني خبرو کې ویلي که طالبان اوربند ونکړي د هیواد په هره سیمه کې یې وځپئ.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: "که طالبان اوربند ونه کړي او جګړې ته دوام ورکړي د هیواد په هره سیمه کې به یې وځپي او خپلې وینې تر وروستي څاڅکي له وطن او خلکو دفاع کوي."

نوموړي زیاته کړې:" موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یوو."

تیره شپه ۱۲ بجې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت درې ورځینی اوربند پای ته ورسېدی.

افغان حکومت له طالبانو څخه غوښتي چې اوربند وغځوي خو په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تر دې مخکې ویلي وو چې تر اختر وروسته به اوربند ونه غځول شي.

بلخوا فرانس پرېس خبري اژانس د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته د ځینو سرچینو له قوله په هلمند ولایت کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د جګړې خبر ورکړی دی، خو افغان چارواکو او طالبانو لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو، یوناما او د افغانستان خلکو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې وه.

پر طالبانو فشار راوړئ چې سوله وکړي

ولسمشر غني تیره شپه د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره لیدنه کې له هغوی غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې سوله وکړي.

ښاغلي غني په ارګ کې د کندهار، ننګرهار او لویې پکتیا له قومي مشرانو سره لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړئ چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو ته د جګړې بهانه نه ده پاتې او په وینا هغوی باید سولې ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې اراده او جرئت لري او په وینا یې طالبان هم باید د سولې په اړه خپل نیت روښانه کړي:" د سولې هېڅ پلان او توافق د لویې جرګې له تائید پرته د منلو نه دی."

XS
SM
MD
LG