ناتو وایي چی پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په شمال کي په ډزو کي اشتباها درې افغان پولیسان وژل شوي او څونور زخمي شوي دي.
دغه نړۍ وال اتحاد وویل چی د جوزجان د ولایت د ( درزآب ) په ولسوالي کي په امنیتي قواو باندي د یاغیانو له خوا حمله وشوه او په دې وخت هغوی هوایی مرسته وغوښته او دوو هلیکوپترو ډزي وکړې.
ناتو وایی چی ددې پېښي د تحقیقاتو نه وروسته معلومه شوه چی درې افغان پولیسان په تصادفي توګه وژل شوي او څو نور زخمي شوي وو.
ناتو وویل چی په یوه بله پېښه کي د نړۍ والو قواو دوه عسکر د افغانستان په جنوب کي د یاغیانو په حمله کي وژل شوي دي. ناتو وایی چی یو عسکر یې پرون او بل عسکر یې نن ووژل سو. چارواکو د وژل شوو عسکرو په باب چي د کوم هیواد یا هیوادونو وو څه ونه ویل.
او د فراه په ولایت کي د ناتو عسکرو شپږ یاغیان وژلي او څو نور یې ژوندي نیولي دي. ناتو ویلي دي چی ددې عملیاتو په وخت یوه ښځه او دوه ماشومان په تصادفي توګه وژل شوي دي.