د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په جنوب کې ۳۰ تنه افغانان وژلي


طالبانو په جنوب کې ۳۰ تنه افغانان وژلي
طالبانو په جنوب کې ۳۰ تنه افغانان وژلي

افغان چارواکي ايي چې یاغي طالبانو ۳۰ تنه افغانان چې د هیواد په جنوب کې یې د یوه سړک پر جوړولو باندي کار کاوه، وژلي دي.

چارواکو وویل دا حمله پرون د هلمند د ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې شوېده. په دې حمله کې ۱۷ کسه زخمي شوي هم دي.

چارواکي وايي چې د امنیتي چارو کارکونکي چې د دې سړک محافظت یې کاوه هم په وژل شویو کسانو کې دي. په عین حال کې په لس ګونو کسان نن په لښکرګاه کې یوه روغتون ته رسول شوي دي.

ناټو وايي چې د کندهار په ولایت کې یو ملکي افغان چې ډزې پر شوي وې نن مړ پیدا شویْ او په یوې لوحې باندي یې مړیْ ټړل شوی و چې د سړک په غاړه د اښودل شوو دوو بمونو ترمنځ په فاصله کې درول شوې ده.

د ناټو اتحاد وايي چې داسي ښکاري دغه بمونه د دې دپاره اښودل شوي وو چې څوک دغه مړیْ راخلاص نه کړي.

XS
SM
MD
LG