د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په افغانستان کې د بریتانیا او نیوزیلند د "جنگي جرمونو" څیړل غواړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت "په افغانستان کې د بریتانیایي ځواکونو د لسگونو دوسیو د نه څیړل کیدو په اړه چې د جنگي جرمونو ښکانرندوی دي" اندیښنه څرگنده کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا، تازه ویلي دي چې د ٢٠١٧ کال دمخه په افغانستان کې د بریتانیا د پوځ له لورې د محلي وگړو د وژنې ٥٢ دوسیېو په اړه شواهد شته، خو ددې دوسیو په اړه پلټنې پرته له دې چې څوک په رسمي توگه تورن کړای شي، پای ته رسیدلي دي.

همداشان میرمن زخارووا د یو ماین د خنثی کولو پر وخت د "نیوزیلند د قواو د بې پروایی" په نتیجه کې د اوه ماشومانو د وژل کیدو او د اوه تنو نورو د ټپي کیدو د نا تائید شویو رپوټونو یادونه کړې ده.

په هغه اعلامیه کې چې په کابل کې د روسیې سفارت خپره کړې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله ویل شوي: "مونږ په افغانستان کې د ملکي وگړو پر ضد جنایتونه په کلکه غندو".

په اعلامیه کې راغلي چې: "د بریتانیا او نیوزیلند له مقاماتو غواړو چې پلټنې بشپړې کړي او عاملان عدالت ته وړاندې کړي او د مدارکو له پټولو لاس واخلي".

میرمن زخارووا ټینگار کړی چې د عدالت له تامین پرته د نړیوال تروریزم ماتې مشکله ده.

د بي بي سي د یوې خپرونې د پلټنو په بنسټ چې درې اونۍ مخکې خپره شوې د بریتانیا دولت او پوځ پدې تورن شوی چې د پوځي قواو په واسطه د افغان او عراقي اتباعو وژنې یې پټې کړې دي.

خو د بریتانیا دولت دغه تورونه رد کړي دي او د افغانستان حکومت هم پدې هکله نظر ندی څرگند کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي دي چې که دا کار شوی وي باید وڅیړل شي.

ددې کمیسیون یوې کمیشنرې بنفشه یعقوبي امریکا غږ ته ویلي دي چې: "دا د منلو وړ نده چې نړیوال ځواکونه چې د افغانستان د دولت دوستان دي په عمدي توگه د افغانستان وگړي ووژني. باید په دقیقه توگه وڅیړل شي چې داسې کوم عمل شوی دی او که نه".

په افغانستان کې د بریتانیا او نیوزیلند د جنگي جرمونو د ادعاو د نه څیړلو په اړه د روسیې اندیښنه پداسې حال کې مطرح کېږي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل لس کلن (١٩٧٩ نه تر ١٩٨٩) پوځي "اشغال" په ترڅ کې په جنگي جرمونو تورن شوی و. خو تر اوسه په رسمي توگه ددغو ادعاو په هکله پلټنې ندي شوي.

XS
SM
MD
LG