د لاس رسي وړ اتصالات

اسیایي لوبو کې په ګډون سره افغان ښځینه لوبغاړو د طالبانو د بندیزونو پر ضد غږ اوچت کړ 


کیمیا یوسفي، د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو د ځغاستې په سیالیو کې د ګډون پر وخت
کیمیا یوسفي، د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو د ځغاستې په سیالیو کې د ګډون پر وخت

افغان ورزشکاره کیمیا یوسفي وایي په چین کې اسیایي لوبو کې د افغان نجونو د استازیتوب لپاره تللې.

کیمیا یوسفي د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) د چین په هانګژو کې د اسیایي لوبو د ځغاستې په سیالیو کې په ګډون سره د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړ.

اغلې یوسفي، چې تېر کال په خپل هېواد کې له ځورونې څخه د خلاصون په مقصد په استرالیا کې مېشته شوه، د ۱۴ ښځینه ورزشکارانو له ډلې څخه ده چې په هانګژو کې د افغانستان په لوبډله کې شاملې دي. ده.

کیمیا یوسفي وویل:"زما لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې په افغانستان کې د نجونو استازیتوب وکړم."

نورې افغانې نجونې او ښځې د والیبال او بایسکل ځغلولو په سیالیو کې برخه اخلي او لکه د یوسفي په څیر یې په نړۍ کې د ځان لپاره نوی ژوند جوړ کړی دی.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د واک د بیا تر لاسه کولو وروسته طالبانو د ښځو سپورت په یو اړخیزه توګه منع کړ.

په اسیایي لوبو کې د افغانستان په ورزشي پلاوي کې څه دپاسه ۱۲۰ لوبغاړي، روزونکي او څارونکي شامل دي چې په کې هیڅ ښځه نشته.

خو د بهرنیو ورزشي ادارو په مرسته په دې سیالیو کې په بهر کې میشتې افغانې ورزشکارانې ګډون لري.

۲۷ کلنې یوسفي چې دوه کاله مخکې یې د توکیو په المپیک کې د افغانستان بیرغ لیږداوه، د چین په هانګژو کې د ښځو د ۱۰۰ مترو ځغاستې په لومړي پړاو کې سیالي وکړه.

هغه چې په خپل ګروپ کې تر ټولو وروسته د پای لیکې ورسیدله، وایي چې د لوبې یوه لویه معنا یې "دلته د هغو افغان نجونو استازیتوب کول دي چې د زده کړې او سپورت څخه محرومې شوي دي".

یوسفي چې تور ټکری او د ځغاستې ګلابي کمیس یې اغوستي وو په ۱۳.۳۲ ثانیو کې ۱۰۰ متره وځغاستله.

پدې توګه هغه د بحرین هیواد د ځغاستونکې حجر الخلدي څخه چې لومړی مقام يې ترلاسه کړ نږدې دوه ثانیې وروسته وه، خو د خپل شخصي غوره ریکارډ څخه یوازې ۰،۰۳ ثانیې ورو وه.

اغلې یوسفي وویل چې د لوبغالي فضا "حیرانونکې" وه. هغې زیاته کړه: "خلک حیرانونکي دي او موږ ته ډیره انرژي راکوي."

یوسفي وویل، چې د یکشنبې په ورځ به د ۲۰۰ مترو په ځغاسته کې هم سیالي وکړي.

همداراز د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله د شنبې په ورځ د قزاقستان په وړاندې په اسیایي لوبو کې سیالي کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG