د لاس رسي وړ اتصالات

سولې خبرو کې افغان حکومت او امریکا نه د ښځينه خبریالانو غوښتنې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغان ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وايي، په بین الافغاني خبرو کې باید د ښځینه خبریالانو امنیت او د رسنیو ازادي تضمین شي.

یاد مرکز د "ښځینه خبریالانو د وضعیت د شننې، پلټنې او د سولې بهیر کې د دوی د ځای ځایګي" په نوم کنفرانس کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ژ تر ژره اوربند ټينګېدو غوښتنه هم کړې ده.

د یاد بنسټ په اعلامیه کې راغلي:"د سولې خبرې اترې باید څرګندې او رسنیزې تر سره شي، تر څو اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي حق سلب نشي، د ښځینه خبریالانو لپاره دې د اختصاصي مرکو فرصت برابر شي."

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو مرکز په اعلامیه کې د رسنیو له مسؤلینو څخه هم غوښتل شوي چې د ښځینه خبریالانو لپاره خوندي او سالمه کاري فضا رامنځته کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې دې د ښځينه خبریالانو لپاره د ګډون لپاره په مساوي ډول شرایط چمتو او د سولې خبرو کې ښځینه خبریالانو ته ګډون ورکړل شي.

د ښځینه خبریالانو مرکز زیاته کړې:"د سولې خبرو اترو په ټولو پړاوونو کې دې هغو اختصاصي رسنیو ته چې د ښځو، لباره خپرونې لري، وېزه ورکړل شي."

دوی همدارنګه غوښتنه کړې چې له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې باید د ښځينه خبریالانو استازې هم شتون ولري.

دغه مرکز پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د بین الافغان خبرو پیلېدو په اړه هیلې زیاتې شوي،خو د تر سره کېدو کره نېټه یې لا نه ده روښانه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د روان کال د ورې میاشتې پر لسمه له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د ملي امنیت ریاست د پخواني رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ ۲۱ کسیز مذاکراتي پلاوی اعلان کړ.

په یاد پلاوي کې د نارینوو ترڅنګ، پنځه ښځينه استازې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG