د افغان ښځو شبکې په یوه رسمي لیک کې د قطر لومړۍ میرمنې موزا بنت ناصر څخه د سولې په هڅو کې مرسته غوښتې.
د دغې شبکې د عامه اړیکو مسوولې فرشتې فرح امریکا غږ ته وویل: "مونږ له هرې ممکنې لارې د سولې لپاره هڅه کوو، یوه ښځه د بلې ښځې په درد ښه پوهیږي او درک کولی یې شي."
دا چې قطر له څو کلونو راپدیخوا د طالبانو د سیاسي ډلې کوربه دی او د ځینو مشرانو کورنۍ هم دغلته اوسیږي، هیله ډیرې دي چې لمړۍ میرمن به د دوې غږ تر طالبانو ورسوي.
د میرمن فرح په وینا د قطر د لمړۍ میرمنې څخه په استول شوي لیک کې غوښتنه شوې چې په قطر کې د طالبانو له استازو وغواړي چې د کروناویروس د روغتیايي آفت د خپرېدو د مخنیوي او دغه راز د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په اففانستان کې د موقت اوربند وړاندیز ومني او د دولت په خواکې ددې وژونکي ویروس په مقابل کې ودرېږي".
د افغان ښځو شبکې د عامه اړیکو له مسوولې فرشته فرح سره د نوشابې اشنا مرکه دلته اوریدلاې شئ.