د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو فعالانې: ملګري ملتونه دې د خبرو په ځای عمل وکړي

په ملګرو ملتونو کې د (ښځو، سولې او امنیت) په اړه په جوړې شوې غونډه کې د افغان مېرمنو د حقونو فعالانو ویلي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېریدو سره ښځې او نجونې د یوه بل نسل فرصتونه له لاسه ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د سه شنبې په ورځ د (اکټوبر۲۷مه) د (ښځو، سولې او امنیت) تر سرلیک لاندې غونډه کې یو شمېر افغان مېرمنو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په کتو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خبرو پر ځای عملي اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني دې غونډې ته ویلي چې نړیوالې ټولنې افغان ښځو سره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او دوی د نړیوالې ټولنې عملي اقدام غواړي.

د بشري حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني وايي "نړیواله ټولنه موږ سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده. موږ څرګندونې اورو، اندیښنې اورو، خو د افغانستان ښځې عمل اقدام غواړي نه، نه خبرې. د هرې ورځې په تېرېدو سره، د ښځو او نجونو یو بل نسل خپل فرصتونه، خوبونه او راتلونکی له لاسه ورکوي. "

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازي مرستیالې ټامي بروس ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو په سیستماتیک ډول د سولې او امنیت په چارو کې د ښځو د ګډون په برخه کې د څو لسیزو په اوږدو کې ترلاسه شوي پرمختګونه بېرته شاته تمبولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د دایمي استازي مرستیاله ټامي بروس وايي "په تېرو پنځو کلونو کې، طالبانو په سیستماتیک ډول د سولې او امنیت په چارو کې د ښځو د ګډون په برخه کې د څو لسیزو په اوږدو کې ترلاسه شوي پرمختګونه بېرته شاته تمبولي دي. دا کړنې د منلو وړ نه دي او باید سمدستي پای ته ورسېږي ".

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د دایمي استازي مرستیاله کېټ فوسټر وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند او د پرېکړو نیولو له بهیر څخه ایستل شوې دي.

کېټ فوسټر وايي "د افغانستان د راتلونکي په اړه په بحثونو کې باید د هغوی(ښځو) غږ مرکزي ځای ولري. تر هغه چې د هېواد نیم نفوس د خپل راتلونکي په جوړولو کې له ګډون څخه محرومې وي، تلپاتې سوله ناشونې ده. "

بلخوا د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوتېرش ټینګار کړی چې د سولې بهیرونه هغه وخت د دوام او پایښت ډېر چانس لري چې ښځې پکې معنی لرونکی حضور ولري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي "زه له ټولو هېوادونو غواړم چې د خپلې رسمي پراختیايي مرستې ژمنې عملي کړي او په بېړني ډول هغو سازمانونو ته مالي ملاتړ بېرته برابر کړي چې د جګړو په شرایطو کې د ښځو او نجونو ملاتړ کوي. "

د ملګرو ملتونو د ښځو د ځانګې اجرائیوي مشرې سیما باهوس ټنیګار کړی چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرمونو لپاره معافیت باید پای ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشره سیما باهوس وايي "د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرمونو لپاره معافیت پای ته ورسوئ. هغه کسان مجازات کړئ او حساب ورکوونکي یې وبولئ چې د ښځو او نجونو د وژنې، جنسي تېري، جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي او جنسیتي ځورونې مسؤل دي ".

د نړیوالې ټولنې د اندیښنو سره سره ، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو حقونه د خلکو د فرهنګ په نظر کې نیولو سره او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي او د ښځو بحث یې د افغانستان "داخلي موضوع" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG