د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ولایت ښځې د ښکیلوو خواوو نه سوله غواړي


آرشیف
آرشیف
د سولې د نړيوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت ګڼ شمیر ښځو په خوست ولايت کې د يوې غونډې پر مهال په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي.

د سولې نړيواله ورځ له تېرو څو کلونو راهيسې هر کال د افغانستان په مرکز کابل او يو شمېر ولايتونو کې په ډېرو ښو مراسمو سره نمانځل کېږي، خو سږ کال په خوست کې دغه ورځ د نارينه وو پر ځای ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

په دې غونډه کې ښځو د جګړې له دواړو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، چې نور له جنګ څخه لاس واخلي او د ښځو پر حالت، چې تل زامن، وروڼه او ميړونه له لاسه ورکوي، ورحمېږي.

د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال داسې وايي: ،،په جنګ کې او په ستونزو کې ډېر مشکلات ښځو ته رسېږي او ښځې همېشه کړېږي او ځورېږي، که خدای نه کړل، وروڼه، زامن او يا مېړونه له لاسه ورکړي، نو د کورنۍ ټول مشکلات او ستونزې د ښځې په غاړه کې لوېږي،،.

په ياده شوې غونډه کې راټولو شويو ښځو دغه راز له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې له ټولو غيرمسولو کسانو څخه دي وسلې راټولې کړي، چې وکولای شي، تر يوه حده د سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي.

په دې اړه د زهره جلال د نجونو د ليسې يوه تن زده کوونکې انيتا مومند داسي وايي: ،،موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې له ټولو غيرمسوول کسانو څخه وسلې راټولې کړي، له مرورو وروڼو څخه هم غواړو، چې نور له جګړې لاس واخلي او پخلا شي،،.

يو تن ديني عالم عبدالمهيمن صافی وايي، چې ښځې د سولې په راوستو او ټينګښت کې مهم او عمده رول لوبولی شي، ځکه، چې په افغاني ټولنه کې ښځو ته ټول د درناوي په سترګه ګوري.

هغه زياتوي، چې ښځې کولای شي، د کورنۍ خپل غړي وهڅوي، چې له جنګ څخه لاس واخلي او په هېواد کې د سولې په ټينګښت او بيارغونه کې همکاري وکړي.،،په افغاني ټولنه کې ځوانان خپلو ميندو او خويندو ته ډېر زيات احترام لري، که چېرې يوه ښځه خپل زوی، ورور او ميړه کنترول کړي او جنګ ته يې پرې نه ږدي، نو زه فکر کوم، چې اتيا فيصده خلک به له جنګ څخه منع شي، که چېرې ښځې دا همت په ځان کې پيدا کړي،،.

هغه له ښځو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې خپل اواز اوچت کړي او له خپلو زامنو، وروڼو او ميړونو څخه دې وغواړي، چې نور په جنګ کې برخه وانخلي او سولې ته ژمن شي.
XS
SM
MD
LG