د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي موزیم لپاره نوې عصري ودانۍ جوړیږي


د نوې ودانۍ جوړل به لږ تر لږه درې کاله وخت ونیسي.
د نوې ودانۍ جوړل به لږ تر لږه درې کاله وخت ونیسي.

د افغانستان ملي موزیم لپاره نوې عصري ودانۍ جوړیږي. دغه ودانۍ به د اوسني موزیم په انګړ پر څلورو جریبه ځمکې باندې ودانه شي.

د ملي موزیم چارواکي وايي چې پر دغې پروژې به تر څلوېښتو میلیونو امریکايي ډالرو لګښت راشي او په جوړولو به یې د تاریخي اثارو ساتلو لپاره کافي ځای او امکانات برابر شي.

فهیم رحیمي د ملي موزیم مشر په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"د جوړولو سروې په بشپړېدو ده او له هغه وروسته به یې د جوړولو عملي کار پیل شي. تر یوه حده به یې لګښت د افغانستان حکومت په غاړه واخلي خو کوښښ کوو چې نړېوالې مرستې جلب کړو."

چارواکي وايي د افغانستان د ملي موزیم اوسنۍ ودانۍ معیاري ځای نه دی.
چارواکي وايي د افغانستان د ملي موزیم اوسنۍ ودانۍ معیاري ځای نه دی.

رحیمي زیاته کړه د نوې ودانۍ جوړل به لږ تر لږه درې کاله وخت ونیسي.

چاواکي وايي، افغانستان کې ګن تاریخي اثار شته چې د نندارې لپاره ورته کافي ځای نشته.

فهیم رحیمي په دې اړه وویل: "اوس مهال د ۴۵ زرو نه تر ۵۰ زرو قلمو پورې تاریخي اثار لرو او د ځای نشتون له امله یې تر ۳ سلنه پورې اوسنۍ ودانۍ کې نندارې ته اېښودل شوي دي."

هغه زیاته کړه د ملي موزیم نوې ودانۍ په جوړولو به دا ستونزې راکمې شي.

  • د ملي موزیم اوسنۍ ودانۍ معیاري نه ده

چارواکي وايي، د افغانستان د ملي موزیم اوسنۍ ودانۍ د موزیم او د تاریخي اثارو د ساتلو لپاره معیاري ځای نه دی. دوی وايي د تاریخي اثارو ساتل ځانګړي شرایط لري او دا شرایط باید ورته برابر نشي.

اوسنۍ ودانۍ د ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۳۰ زېږدیزو کلونو په مودې کې د اداري دفترونو استوګنې لپاره جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG