د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: ایرلینډ له افغانستان نه درېیمه شل اوریزه لوبه وګټله


افغانستان د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله
افغانستان د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله

افغانستان له ایرلنډ سره د شل اوریزو دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.

درېیمه لوبه چې د سه شنبې په ورځ (مارچ۱۰) وه، ایرلنډ په سوپر اور کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان د ایرلنډ د ۱۴۲ منډو هدف پوره نکړ خو رنزونه یې مساوي کړل، په دې حساب خبره سوپر اور ته ورسېده.

په سوپر اور کې افغانستان په شپږو توپونو ایرلنډ ته د نهو منډو هدف ورکړ او هغوی هم دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

نوین الحق او قیس احمد په نننۍ لوبې کې ولوبېدل. دواړو د ایرلنډ درې درې لوبغاړي وسوځول. مجیب الرحمن او راشد خان بیا یو یو لوبغاړی وسوځوه.

ایرلنډ لومړۍ توپوهنه وکړه چې افغانستان ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه. په توپوهنې کې افغانستان د ایرلنډ سره لوبه مساوي کړه.

د شل اوریزو نړېوالو لوبو سیریز لوبې چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ګرېټر نویډا ښار کې وشوې.

له دې مخکې د یاد سیریز دوه نورې لوبې افغانستان ګټلې وې.

یو کال وړاندې هم افغانستان او ایرلنډ د شل اوریزو لوبو سیریز کړی و چې افغانستان ګټلی و.

XS
SM
MD
LG