د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان سره په کال کې ۴ میلیارد ډالر مرسته کوي


ریچرډ اولسن په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په یوې غونډې کې خبرې کولې
ریچرډ اولسن په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په یوې غونډې کې خبرې کولې

امریکا تر ٢٠٢٠ کال پورې د افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي ریچرډ اولسن د سه شنبې په ورځ وويل "د وارسا او بروکسل په غونډو کې به نړیوال، طالبانو او د سیمې هیوداونو ته دا پیغام ورکړي چې افغانستان یوازي نه پریږدو".

ښاغلي اولسن وویل چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به هر کال ٣ میلیارده پوځي او یو میلیارد ډالر ملکي مرستې کوو. هغه زیاته کړه "د افغانستان امنیت د متحده ایالاتو امنیت دی".

ریچرډ اولسن په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا په دې ناستې کې وویل "تر دوه زره شلم کال پورې د ژمنو غځول به طالبانو، سیمې او ټولې نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې متحده ایالات د افغانستان په څنگ کې ولاړ دي".

ریچرډ اولسن د افغانستان د حکومت او امنیتي ارگانونو لاسته راوړنې وستایلې او وویل چې سږ کال طالبانو خپل ټول نظامي زور واچولو خو لاسته راوړنې نلري.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان حکومت یو شمېر پاخه گامونه اخیستي دي او د شفافیت او پر خپلو پښو د دریدلو په لور د ټاکل شویو ٣٩ هدفونو څخه یې پنځلس ترلاسه کړيدي.

ده وویل "د گمرکاتو عایدات ډیر شوي دي. ولسمشر غني په فساد ککړ قاضیان برطرفه کړي دي او افغانستان د سیمې او گاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په پراخولو کې پرمختگ کړی دی".

د سولې خبرې

ځانگړي استازي اولسن وویل چې ددې ټولو پرمختگونو برسیره متحده ایالات او نړیواله ټولنه بیا هم په دې باور دي چې "د افغانستان د ستونزې د حل دایمي لاره د سولې خبرې اترې دي".

ښاغلي اولسن زیاته کړه "د ملا منصور وژنه د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې کوم ستراتیژیک بدلون نه دی. ملا منصور د سولې په لاره کې خنډ وو، د افغانستان او امریکا گټو ته یې خطر پییښ کړی وو".

اولسن د طالبانو سره سولې د شرطونو په اړه وویل چې د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او چین په څلور اړخیزو غونډو کې په دې موافقه شوي ده چې د سولې د خبرو اترو لپاره هیڅ ډول شرایط نشته او د طالبانو په وړاندې د سولې ور تل پرانیستی دی.

د متحده ایالات ځانگړي استازي وویل "داسي ښکاري چې طالبان ښایي دې نتیجې ته رسیدلي وي. چې دوی به د جگړې له لارې واک ته ورسیږي او ښایي په دې فکر وي چې متحده ایالات او د افغانستان حکومت سولې ته صادق نه دي".

ښاغلي اولسن وویل "که طالبان واقعاً دا غواړي چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو د دوی لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې د افغانستان له حکومت سره په واقعي معنی او صداقت خبرې اترې وکړي. که طالبان دا فکر کوي چې موږ به له افغانستان څخه ووځو او هغوی به د پوځي لارې واک ته ورسیږي، ستره اشتباه کوي".

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG