د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د نجونو کرکټ درې لوبغاړې د کاناډا په محلي ټیم کې لوبیږي


له ښي نه چپ: لېمه، نجیبه او مسکا
له ښي نه چپ: لېمه، نجیبه او مسکا

نجیبه، لېمه او مسکا صمیم درې خویندې دي، د افغانستان د نجونو د کرکټ لوبغاړې وې، خو اوس د کاناډا په یوې سیمه ییزه لوبډله کې لوبې کوي.

د ډیرو نورو افغانانو په څېر، دا افغان لوبغاړې هم تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د هېواد پرېښودو ته مجبورې شوي دي.

دې خویندو له نورو ښځېنه لوبغاړو سره د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کې تمرینات کول، او دا یې ارمان و چې د هلکانو د ټیم په شان به یوه ورځ دوی هم په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان په استازیتوب لوبې کوي.

نجیبه صمیم وايي، د افغانستان د هلکانو د کرکټ ملي ټیم په بریاوو خوشحالېدله خو تر څنګ یې په دې هم فکر کاوه چې ولې د افغانستان نجونې له نورو وروسته پاتې وي؟ ولې افغانستان د نجونو ملي ټیم ونلري؟

نجیبه اوس له خپلو دوو خویندو سره د کاناډا د برامپټن ښار د لوبډلې غړي دي او د ټیم روزونکې یې وايي، هغه ورځ لیرې نده چې دا افغان لوبغاړې د کاناډا د نجونو د کرکټ د ملي ټیم برخه شي.

د اونټاریو د کرکټ اکاډمۍ روزونکې، ټینا، ددې دریو خویندو د لوبو له وړتیا خوشحاله ده او وايي، استعداد یې هغوی تر دې ځایه رسولي دي چې اوس د برامپټن د ښار استازیتوب کوي.

نجیبه صمیم د برامپټمن د ټیم ویکټ ساتونکې ده. د برامپټن کرکټ ټیم روزونکی ټریپ جاګسار وايي، نجیبې له افغانستان څخه له ځانه سره تجربه راوړې ده او دلته ورڅخه ګټه اخلي.

د نجیبې خور لیمه، دې ته خواشینې ده چې په افغانستان کې د نجونو د کرکټ ملي ټیم د جوړېدو دپاره یې د کلونو مبارزه بې نتیجې پاتې شوې ده.

لېمه وايي، مبارزه یې په افغانستان کې د هغو خلکو د ذهنیتونو سره وه چې د نجونو د ټیم د موجودیت مخالفت یې کاوه. دا وايي، له دریو کلونو هلوځلو وروسته، کله چې د نجونو د ټیم په جوړولو پرېکړه وشوه، پر هېواد طالبان واکمن شول او ټولې هڅې یې بې ګټې شوې.

د هغې بله خور، مسکا هم دې ته خپه ده چې هېواد ورڅخه پاتې شوی دی، خو وايي، په کاناډا کې یې د لوبو موخه دا ده چې د افغانستان نوم روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG