د لاس رسي وړ اتصالات

هستي ګل عابد: که بزګران تشویق او مرستې ورسره وشي، د کوکنارو کرکیله به ونکړي


هستي ګل عابد: که بزګران تشویق او مرستې ورسره وشي، د کوکنارو کرکیله به ونکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د کرکټ د ملي لوبډلې یو پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد د جلال اباد ښار د فارم هډې په سیمه کې د کانال په هغه ځمکه شپاړس زره د مالټو بوټي ايښي چې یو وخت شاړه وه او وايي د زرغون افغانستان د فکر لپاره یې بڼوالۍ ته مخه کړې ده.

د کرکټ د ملي لوبډلې یو پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد د جلال اباد ښار د فارم هډې په سیمه کې د کانال په هغه ځمکه شپاړس زره د مالټو بوټي ايښي چې یو وخت شاړه وه او وايي د زرغون افغانستان د فکر لپاره یې بڼوالۍ ته مخه کړې ده.

هستي ګل عابد چې د ملي لوبډلې لپاره یې ډيرې لوبې کړي دي وايي، د زرغون افغانستان فکر ورسره لا له هغه وخته و، چې کله دی په ملي لوبډله کې د نورو هېوادونو په شنو سیمو ګرځېده.

هغه وايي، دا ځمکه يې د ننګرهار د کانال ادارې نه په قرارداد نیولې. دا ځمکه لومړی شاړه دښته وه خو اوس پرې د مالټو بوټي زرغون دي.

هستي ګل عابد امریکاغږ ته وویل: " دا فکر راسره هغه وخت پېدا شو، چې زه او کریم صادق ( د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی) به دلته د چکر لپاره راتللو. دلته به مو ملګري را وستل مېلې به مو کولې. دلته مختلف فکرونه راسره وو، چې نړیواله کچه باندې پوهنتون جوړ شي. یا مکتب جوړ شي، دا ځمکه د ننګرهار کانال ده نو مونږ ته يې ویلي چې مخکې هم دلته د مالټو باغونه وو. مونږ په قانوني قرارداد باندې ونیوله او مالټې مو په کې وکرلې."

هستي ګل عابد وايي، په دوه سوه جریبه ځمکه کې یې دا مالټې کرلي دي او ترڅنګ يې لېمو، خرما، امروت او انار هم دغه باغ کې شته.

عابد وايي، غواړي د مالټو دا بڼوالي د ۲۰۰۰ نارنج بوټو په کرلو سره احاطه کړي او پلان يې دا دی، چې لا دا باغداري وغځوي.

هغه سره له دې، چې وايي، ټول زیار او لګښت يې خپله کړی دی، خو په دې سیمه کې د اوبو لویه ستونزه ده او ترڅنګه يې د کیمیاوي سرو، د امراضو په مقابل کې د دواګانې او یو شمېر نورو برخو کې ستونزو سره مخ دی.

هستي ګل عابد وايي، که چېرې خلکو ته ښه پوهاوی ورکړل شي او تر څنګ يې د کرهڼې په برخه کې تشویق او مرستې ورسره وشي، نو بزګران به د کوکنارو کرکیله نه کوي.

هغه وویل: "هغوی غریبان د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره کوکنار کري. که چېرته هغو ته ذهینت ورکړل شي د کوکنارو کرل ناروا دي. د انسانانو ژوند اخلي. کومک او همکاري ورسره وشي نو کېدای شي د کوکنارو له کر نه لاس واخلي."

هغه د کانال ریاست ادارې نه غواړي، چې اوسني پینځه کلن قراردادونه دې اوږدمهالي شي تر څو خلک زړه ښه کړي ډېر وخت لپاره ښه پانګونه وکړي او بڼوالۍ ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG