د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخباراتي ارزونه: افغانستان کې هیڅ خوا جګړه نشي ګټلاې


راپور وايي چې پاکستان به افغانستان ته د اورپکو استول روان ساتي
راپور وايي چې پاکستان به افغانستان ته د اورپکو استول روان ساتي

د امریکا د ملي استخباراتو مشر وايي پاکستان به افغانستان او کشمیر ته د اورپکو د استولو تګلاره روانه وساتي.

د متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشر دان كوتس د سه شنبې په ورځ (جنوري۲۹) د امریکا په سنا کې یوې استماعیه غونډې ته بلل شوی و چې استازو ته د امریکا ملي امنیت ته د شته ګواښونو په هکله معلومات ورکړي.

تر غونډې مخکې د ملي امنیت ادارې د خپلو ارزونو راپور هم خپور کړ چې پکښې له چین نه نیولې بیا تر روسیې، ایران او نورو هیوادنو نه د ممکنه امنیتي ګواښونو په اړه ارونه شوې ده.

د راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي دي چې تر څو د امریکا پوځي شتون وي، طالبان په افغانستان کې نشي بریالي کېدی.

دان کوتس پخپله راپور کې ویلي "زموږ ارزونه دا ده تر څو چې د ایتلاف مرستې همداسې روانې وې، نه به افغان حکومت او نه به هم طالبان ستراتېژیک پوځي پرمختګ وکولی شي."

راپور وایي افغان امنیتي ځواکونه سیمې او حکومتي تاسیسات ساتي خو طالبانو هم خپل بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې افغان پوځ ته لویه مرګ ژوبله اوښتې. دا خبره هم شوې ده چې له طالبانو د نیول شویو سیمو د ساتلو لپاره کافي ظرفیت نشته.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر دغه راز په پاکستان کې د میشتو اورپکو ډلو په شتون نه هم اندیښنه څرګنده کړې ده. ښاغلي کوتس لیکي چې پاکستان به کشمیر او افغانستان ته د اورپکو د استولو تګلاره همداسې روانه ساتي او طالبان به په پاکستان کې د پټنځایونو او روزنځایونو څخه کارواخلي.

واشنګټن او کابل، اسلام اباد تورنوي چې په افغانستان کې روانې اورپکۍ ته لمن وهي، اورپکي ساتي، پالي او جنګ ته یې استوي.

دغه راپور پداسې حال کې خپریږي چې طالبانو له امریکايي پلاوي سره مخامخ خبرې پیل کړي دي او یو لړ پرمختګونه هم شوي دي.

د افغانستان د بیا پخلاینې د برخې ځانګړي امریکایي سلاکار زلمي خلیلزاد ویلي دي چې لا له طالبانو سره موافقه نه ده شوې او او باید بین-افغاني مذاکرات پيل شي.

XS
SM
MD
LG