د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان سفیر وایې چې په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او امریکا اړیکې ډیرې ښې شوي دي.
حمدالله محب له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې ویلي دي چې اوس پخپله افغانان د خپل وطن په استازیتوب له امریکایانو سره خبرې کوي.
د ښاغلي محب په وینا په ۲۰۱۸ کال کې به کابل او واشنګټن د خپلو مشترګو ګټو د لاسته راوړولو په خاطر زیات کار وکړي.
د ښاغلي محب سره د مرکې لومړۍ برخه د پجشنبې په ورځ [ډیسامبر ۲۸] خپره شوه. دا یې دویمه برخه ده.