د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ترکمنستان د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې کوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان چارواکي نن شنبه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) په هرات ولایت کې د دواړو هیوادونو د ګډو پروژو په اړه خبرې وکړي.

د وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب خبریالانو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه ناسته کې د ګډون لپاره هرات ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې: "ټاکل شوې د دواړو هیوادونو د سکټوري بنسټونو مسؤلین د زیربنايي پروژو، سوداګرۍ، ترانسپورټ د ژر تر ژره تطبیق او پراختیا او د انرژۍ د انتقال ترڅنګ د تپ او تاپي پروژو په اړه بحثونه وکړي."

پر همدې مهال د هرات ولایت مقام ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د یو پلاوي په مشرۍ په یاده ناسته کې د ګډون لپاره هرات ولایت ته رسېدلی دی.

افغان چارواکي د افغانستان او ترکمنستان چارواکو ترمنځ دغه غونډه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او په ځانګړي ډول په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهمه بولي.

افغانستان او ترکمنستان دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په هدف ستراتیژیک تړون دوه کاله مخکي لاسلیک کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه ناسته کې به د همکاریو تړونونه، د ترانسپورټي او سوداګریزو پروژو د قراردادونو توافقنامې هم لاسلیک شي.

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ تر دا مهاله د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر او انرژۍ په برخه کې پروژې پرانیستل شوي دي.

تاپي هم د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ له لویو او مهمو پروژو څخه ده چې په ۱۳۹۶ کال په هرات ولایت کې پرانیستل شول.

XS
SM
MD
LG