د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ترکمنستان درې ګډې پروژې پرانیستې


د افغانستان او ترکمنستان جمهور رئیسانو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) د اوسپنې پټلۍ، برېښنا او انټرنیټ درې زیربنايي پروژې پرانیستلې.

په دغو پروژو کې د اقنې-اندخوی د ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړولو، د کرکي-اندخوي- پلخمري د برېښنا د ۵۰۰ کیلو ولټ مزو غځولو او له هرات سره د نوري فایبر له لارې د ۲۵۰۰ میګا بایټ انټرنیټ نښلولو پروژې شاملې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو غځولو پروژې د اسیا پراختیايي بانک له خوا تمولېږي او ورباندې کابو ۶۹ میلیون ډالره لګښت راځي.

د افغانستان جمهور رئیس د دغو پروژو بشپړول د دواړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

ښاغلي غني د یادو پروژو په پرانیستې مراسمو کې چې په انلاین ډول ترسره شول وویل: "هغه لیدلوری چې موږ تعقیبوو دا دی چې افغانستان په وریښمو، لاجوردو او نورو هغو لارو کې چې جنوبي او لویدځه اسیا او مرکزي او ختیځه اسیا سره نښلوي خپل مرکزي موقعیت بېرته جوړ کړي".

جمهور رئیس غني دغه راز وویل چې په اوس وخت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې د ستراتيژیکو همکاریو تر کچې پراخې شوې دي.

د ترکمنستان جمهور رئيس قربان قلي بردي محمدوف په دغو مراسمو کې وویل چې یادې پروژې به د افغانستان په ځان د بسیا کېدو لامل شي او عشق‌اباد به په سیاسي او اقتصادي برخو کې له کابل څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي محمدوف زیاته کړه: "د ټاپي، برېښنا او نوري فایبر مهمې پروژې د هغو پروژ له ډلې دي چې له افغانستان سره به زموږ اړیکې لا پراخې کړي. دا پروژې په سیمه کې د ژوند د وضعیت ښه‌والي، بهرنۍ پانګې د راجلبولو او د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره ډېرې مهمې او حیاتي دي".

افغانستان او ترکمنستان د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۲۱مه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره د د استراتيژیک مشارکت تړون هم لاسلیک کړی دی.

XS
SM
MD
LG