د لاس رسي وړ اتصالات

'له افغانستانه چین ته صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی'


د اعلامیې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه چین ته د صادارتو کچه ۲۹میلیونه ډالره وه.
د اعلامیې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه چین ته د صادارتو کچه ۲۹میلیونه ډالره وه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له افغانستان څخه چین ته په صادراتو کې ۸۶سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چین د ګمرکونو د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ کال کې چین ته د افغان صادارتو کچه ۵۴میلیونه ډالره وه چې نسبت ۲۰۱۹ کال ته ۸۶سلنه زیاتوالي ښيي.

د اعلامیې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې له افغانستان څخه چین ته د صادارتو کچه ۲۹میلیونه ډالره وه.

د سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې د تیر ۲۰۲۰ کال په جریان کې له افغانستان څخه بېلا بېل محصولات چین صادر شوي دي چې لویه برخه یې وچه مېوه، پنبه او قېمتي ډبرې دي.

په اعلامیه کې راغلي:"د ۲۰۲۰ کال په جریان کې بېلا بېل افغاني محصولات، لکه جلغوزي، پنبه(تخته) وچه مېوه(وچ زرد الو، ممیز، وچ انځر) قېمتي ډبرې(مرمر ډبره، سنګ تالک) او یو شمېر نور اموال شامل دي چین ته صادر شوي دي."

د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې هم ویلي و چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي دي چې لویه برخه یې چین هیواد ته و.

افغان حکومت دا مهاله د چین په ګډون له ترکیې، هند، عربستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو سره د سوداګرۍ هوايي دهلېزونه پرانیستلي دي.

XS
SM
MD
LG