د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي پر ارګ او نړیوالې ټولنې کلکې نیوکې وکړې


عطا نور په مزار کې په یوې غونډې کې خبرې وکړې
تصویر: ارشیف
عطا نور په مزار کې په یوې غونډې کې خبرې وکړې تصویر: ارشیف

د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو تازه نیوکو کې د ملي یوالي حکومت د واک په انحصارولو او نړیواله ټولنه یې په ضمني توګه په ناپیلتوب تورن کړل.

ښاغلي نور په خپلو خبرو کې ارګ د "واک په انحصار" او "استبدادي مدیرت" تورن کړ او ادعا یې وکړه چې د وزیرانو او نورو چارواکو واکونه محدود او منحصر کړي دي. خو هغه په دې اړه نور جزییات یې ورنکړل.

ښاغلي نو د خپل اوسني ایتلافي او مخکني غلیم دوستم په ننګه هم خبرې وکړې او ظاهراً یې د ملي یوالي حکومت تورن کړ چې" آن د دوستم قضیه یې هم سیاسي کړه".

خو هغه ونه ویل چې چا او څنګه دغه قضیه سیاسي کړه. دوستم تورن دی چې له مخور ازبک قومي مشر احمد ایشچي سره یې جنسي او نور زورزیاتی کړی دی، اوس دا قضیه په محکمه ده او دوستم لګېدلي تورونه نه مني.

ښاغلي نور همدغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دوی او نورو سیاسي ډلو پر ضد دې طرف نشي. هغه په مشخص ډول د کوم هېواد نوم یاد نکړ، خو ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

ظاهراً د هغه اشاره د امریکا او ځینو نورو هېوادونو سفارتونو ته وه چې په جدي او روڼ ډول یې د دوستم-ایشچې د قضیې په حلولو ټېنګار کړی و.

عطا محمد نور په ترکیې کې د دوستم او محقق سره له ملاقات وروسته د یکشنبې په ورځ (جولاۍ ۱۶) په مزار کې په یوې غونډې کې دا څرګندونې وکړې، هغه وویل چې ډېر ژر به د نجات افغانستان په نامه د خپل ایتلاف پرانیزي.

د بلخ والي دا خبره هم وکړه چې هغوی "د حکومت د اصلاح" لپاره ایتلاف جوړ کړی دی او د کمزوري کولو او پرځولو کوم هوډ یې نلري.

هغه وویل چې ایتلاف یې د هېڅ یو هېواد او ادارې په اشارې او ننګې نه دی جوړ شوی خو که یې د "خلکو ژوند" په خطر کې و، دوی چمتو دي، چې د "خپلو خلکو د ژوند ژغورلو" لپاره له هر بهرني هېواد او ادارې څخه مرستې ترلاسه کړي.

عطا محمد نور د جمعیت ګوند مخکښ غړی دی چې وخت ناوخت پر حکومت او خپلو نورو سیاسي مخالفانو انتقادونه کوي.

هغه داسې مهال دا خرې وکړې چې په امریکا کې د سولې انستیتوت په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د سیاسي ستونزو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

د دغه راپور لیکوالان الگس ثیر او سکات واردن وايي چې افغانستان د طالبانو له نسکورېدو ۱۶ کاله ورسته له جدي امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.

په دغه راپور کې په خاص ډول د سیاسي مشرانو او زورواکانو ترمنځ سیاسي شخړې او ستونزې یادې شوي چې د لیکوالانو په باور شاید افغانستان ته ښې پایلې ونلري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG