د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له هالنډ څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله


افغانستان له هالنډ څخه د دریو لوبو لړۍ وګټله
افغانستان له هالنډ څخه د دریو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) هالنډ ته په درېیمه لوبه کې هم ماتې ورکړه.

د دریو لوبو دا لړۍ د جمعې په ورځ په قطر کې پیل شوې وه.

افغانستان په وروستۍ لوبه کې اول توپوهنه وکړه او هالنډ ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه خو د هالنډ ټوله لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځېده او لوبه افغانستان وګټله.

په افغان لوبغاړو کې نجیب ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۱ او ریاض حسن،‌ چې دا یې لومړنۍ نړیواله لوبه وه،‌۵۰ منډې وکړې. رحمت شاه ۴۸ وکړې.

دا د قیس احمد او فضل حق فاروقي‌ هم لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه وه.

په افغان توپ اچوونکو کې قیس احمد درې، راشد خان دوه، مجیب الرحمن،‌ فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي د هالنډ یو-یو لوبغاړي‌اوټ کړل.

دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ سیالۍ دي. هر بری لس امتیازه لري چې افغانستان د دغو دریو لوبو په ګټلو سره ۳۰ امتیازه ترلاسه کړل. افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ څخه هم دا ډول درې لوبې ګټلې وې.

افغانستان شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که د دغو لوبو څخه ۶۰ فیصده یې وګټلې، ښايي مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG