د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ راشد خان د پاکستان مقابل کې غوره افغان لوبغاړو ته جایزې ورکوي


راشد خان افغان ځوانو لوبغاړو ته نقدې جایزې اعلان کړې
راشد خان افغان ځوانو لوبغاړو ته نقدې جایزې اعلان کړې

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله به د نړیوال کپ په سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا پنجشنبه جنوري ۲۰ (مرغومې۳۰) له پاکستان سره کوي.

افغانستان تېره ورځ په لوی توپیر سره پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړه او د نړیوال کپ سیالۍ یې په بري پیل کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان اعلان کړی چې د پاکستان په مقابل کې به ښه ځلېدونکو لوبغاړو ته به نقدې جایزې ورکوي.

راشد خان امریکا غږ ته وویل چې دا کار د لوبغاړو د تشویق لپاره کوي.

په اعلان شویو جایزو کې ۵۰۰ ډالر هغه لوبغاړي ‌ته ورکول کیږي‌ چې سلیزه (۱۰۰ منډې) وکړې، ۲۵۰ ډالر بیا هغه لوبغاړي‌ ته اعلان شوی چې ۵۰ منډې وکړې او ۳۰۰ ډالر بیا هغه لوبغاړي ‌ته ورکول کیږي ‌چې د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او نړۍ د کرکټ‌ دغه وتلي ستوري د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته داسې یو جایزه اعلانوي. تر دې مخکې راشد خان دافغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې له لوبغاړو سره د کرکټ د ځینو وسائیلو مرسته هم وکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله له پاکستان وروسته د شنبې په ورځ له زمبابوې سره لوبه لري. د کرکټ د ۱۹ کلنو په دغه نړیوال کپ کې ټول ۱۶ ټیمونه دي‌ چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي‌دي او د هر ګروپ‌ د سر دوه ټیمونه به کوارټرفاینل ته ځي.

XS
SM
MD
LG