د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او پاکستان د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه نن جمعه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) افغانستان د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.

په نننۍ لوبه کې پاکستان له پچې ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او افغانستان ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه. افغانستان وکولای شول چې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په اتلسم اوور کې پوره کړي.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې محمد نبي ښه وځلېد، په ۳۸ توپونو یې ۳۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد او د لوبې د غوره لوبغاړي لقب یې هم وګاټه.

په شلو اوورونو کې د پاکستان نهه لوبغاړي وسوځېدل او هیڅ توپوهونکی یې وتوانېد چې له ۲۰ زیاتې منډې وکړي.

د افغانستان توپ اچوونکو فضل حق فاروقي، مجیب الرحمان او محمد نبي هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب وشوه.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر دې وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې لوبې شوي وې او ټولې پاکستان ګټلې وې.

راشد خان د پاکستان سره د لوبو دا لړۍ د را روان نړیوال جام دپاره د افغانستان د تیاري په برخه کې مهمې ګڼلي.

د روانې لړۍ دوهمه او دریمه لوبه د مارچ په ۲۶مه او ۲۷ مه کیږي.

XS
SM
MD
LG