د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان سره د کرکټ لوبې پچه وبایلله؛ پاکستان لومړی توپ وهنه کوي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

افغانستان له پاکستان سره د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پچه وبایلله او پاکستان د لومړي توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دا لوبه نن جمعه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان راشد خان وايي افغان لوبغاړي له پاکستان سره لوبې ته چمتو دي.

راشد خان د پنجشنبې په ماښام خبري کنفرانس کې وویل: "ګټل بایلل جدا خبره ده خو زموږ په وس کې چې څه دي هغه په میدان کې سل فیصده خواري کول دي. انشا الله ټوله لوبډله دې ته آماده ده او کوشش کوو چې ښه وځلیږو."

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر اوسه درې نړیوالې شل اوریزې لوبې شوي چې ټولې د پاکستان په ګټه تمامې شوي دي. خو د افغانستان د ټیم کپتان راشد خان وايي، افغان لوري له پاکستان سره تر اوسه ښې لوبې کړي دي. د پاکستان د ټیم کپتان، شاداب خان، په دې اړه له راشد خان سره هم نظره دی او وايي افغان لوري تر اوسه له پاکستان سره پیاوړي لوبې کړي دي.

شاداب خان وویل: "تمه مې همدا ده چې سخته لوبه وشي ترڅو مینه وال ترې خوند واخلي او لوبغاړي هم له داسې د فشار لاندې لوبو څخه ډیر څه زده کوي."

راشد خان د پاکستان سره د لوبو دا لړۍ د را روان نړیوال جام دپاره د افغانستان د تیاري په برخه کې مهمې وګڼلې.

هغه وویل: "زموږ ځوانه لوبډله ده. هدف مو راروان نړیوال جام ده چې په ۲۰۲۴ کې په ویسټ انډیز کې ترسره کیږي. د هغې دپاره لوبډله تیارول دي. کولای شو چې نویو ځوانانو ته چانس ورکړو ترڅو هغوی د غټو او مهمو لوبو دپاره تیار شي او وځلیږي."

راشد خان د افغانستان او پاکستان تر منځ په پخوانیو لوبو کې په لوبغالي کې د دواړو خواوو د مینه والو تر د تاوتریخوالي پیښو ته په اشارې سره وویل چې په لوبه کې ګټل او بایلل داوړه راځي خو په کار ده نړۍ ته د دواړو هېوادونو تر منځ د لوبو څخه د سولې او یووالي انځور وړاندې شي.

هغه وویل: "موږ په تېر کې ولیدل چې ځینې پیښې وشوې. له ټولو هیله لرو چې له لوبو خوند واخلي. د دواړو ټیمونو موخه دا ده چې خپل مینه وال خوشحاله کړي د تفریح زمینه ورته برابره کړي او د خپلو هېوادونو نوم روښانه کړي."

د روانې لړۍ دوهمه او دریمه لوبه د مارچ په ۲۶ او ۲۷ تر سره کیږي.

ددې لوبو دپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان برسېره، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

XS
SM
MD
LG