د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ په لوبه کې افغانستان ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه


د افغانستان او پاکستان د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې، له پچې ګټلو وروسته نن جمعه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او افغانستان ته یې د ۹۳ منډو هدف وټاکه.

په شلو اوورونو کې د پاکستان نهه لوبغاړي وسوځېدل او هیڅ توپوهونکی یې ونه توانېد چې له ۲۰ زیاتې منډې وکړي.

د افغانستان توپ اچوونکو فضل حق فاروقي، مجیب الرحمان او محمد نبي هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر اوسه درې نړیوالې شل اوریزې لوبې شوي چې ټولې د پاکستان په ګټه تمامې شوي دي.

راشد خان د پاکستان سره د لوبو دا لړۍ د را روان نړیوال جام دپاره د افغانستان د تیاري په برخه کې مهمې ګڼلي.

د روانې لړۍ دوهمه او دریمه لوبه د مارچ په ۲۶ او ۲۷ تر سره کیږي.

ددې لوبو دپاره د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان برسېره، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد نبی، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي او نوین الحق شامل دي.

XS
SM
MD
LG