د لاس رسي وړ اتصالات

هیڅ څوک باید د افغان رسنیو پرمختګ ونه ګواښي ـ دیبرا لاینز


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن دیبرا لاینز وایي افغانستان په جنوبي اسیا کې د رسنیو د کثرت او پراختیا په برخه کې یو مخکښ هیواد دی. هغې ویلي په دغه هیواد کې مطبوعاتو په کمه موده کې ډیره وده کړې ده.

میرمن دیبرا لاینز نن د یکشنبې ورځ مې ۳ ( غوايي ۱۴) د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دغو پرمختګ ته په کتنې ویلي چې هیچا ته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دغه مهم پرمختګ وګواښي.

میرمن دیبرا لاینز ویلي" ټولې خواوې باید د سولې په هر ډول خبرو اترو کې د بیان د ازادۍ د حق په شمول چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹مه ماده کې ځای پرځای شوي ټولو اساسي بشري حقونو ته پام وکړي".

د یوناما مشرۍ ویلي چې ملګري ملتونه په خپل دې دریځ ټینګ دی چې د رسنیو ازادي باید د سولې د هر بهیر د یوې برخې په توګه خوندي وساتل شي.

د مې درییمه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د یوناما مشرې همدارنګه زیاته کړې چې یو بل ته سپکې سپورې او نفرت اچونې بیانونه باید د بیان ازادي ونه کڼل شي.

میرمن دیبرا لاینز ویلي "نفرت اچونکې ویناوې، تاوتریخوالي ته هڅونې او دې ته ورته نورو ناوړه کړنو ته باید اجازه ورنکړل شي چې یو افغان د بل افغان په ضد راوپاروي او د سولې او پخلاینې هڅو ته زیان ورسوي او همدارنګه سیاسي حساس بهیر زیانمن کړي. ځورونه، توکمپالنه او د تبعیض ټول ډولونه له نړیوالو بشري ارزښتونو او حقونو سره په ټکر کې دي.نفرت اچونې ویناوې په لویه کچه ټولنیز یووالي ضعیفه کوي، ګډ ارزښتونه له منځه وړي او د ثبات او انساني کرامت د شاتګ لامل کیږي".

میرمن دیبرا لاینز له رسنیو غوښتي چې باید د نفرت اچونې بیانونو په وړاندې ودریږي.

همداشان میرمن دیبرا لاینز په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا څخه رسنیو ته پېښو ګواښونو یادونه کړې او ویلي دي چې باید ټول په ګډه د دغې وبا څخه زیږیدلو ستونزو ته د حل موندلو په لټه کې شي.

میرمن دیبرا لاینز ویلي: "لکه څرنګه چې کوویډ - ۱۹ په افغانستان او نړۍ کې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی، د رسنیو له اهمیت څخه چې دقیق او د واقعیت پراساس معلومات چمتو کوي سترګې نشي پټیدلی. زیان رسونکې روغتیا یې مشورې پراخه شوي، او له دروغو سره یوځای یې پر هوایی څپو او انټرنیټ اغیزې ښندلي. زه د هغو ژورنالیستانو احترام او درناوی کوم چې د ناسمو رپوټونو په برخه کې حقایق چک کوي، ځکه چې غلط معلومات ژوند په خطر کې اچوي" .

د سږ کال د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ د بې پرې او له ویرې پرته ژورنالیزم - د خپلواک ژورنالیزم د ساتنې یوه غوښتنه ده تر شعار لاندې لمانځل کیږي.

یوناما مشرې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي او د دغې ادارې د بشري حقونو همکاران د رسنیو په وړاندې جرمونه تعقیبوي چې له وسله والې جګړې سره تړاو لري او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ د خبریالانو خوندیتوب ته وده ورکوي او له معافیت سره مبارزه کوي تر څو متخلفین عدالت ته راکاږل شي.

د یوناما مشرې ویلي چې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال باید هغه خبریالان له یاده ونه ایستل شي چې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ د دفاع په لاره کې یې ځانونه قربان کړي دي.

سږکال د مطبوعاتو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په ټولنه نړۍ کې رسنۍ د نورو ستونزو ترڅنګ د کرونا د ویروس د وبا د ګواښ سره مخ دي او د افغانستان په ګډون په سلګونو خبریالان او پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیايي ګواښونو سربیره د کرونا وبا په افغانستان کې ازادې رسنې تر اقتصادي ګواښ لاندې راوستي او د هغوی فعالیت دوام یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

افغانستان د بې پولې راپور ورکوونو سازمان ارایس ایف د ۲۰۲۰ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې یوه درجه شاته تللی دی او اوس دا هیواد په دغه درجه بندۍ کې ۱۲۲ مقام ترلاسه کړی دی. تیرکال په دغه درجه بندۍ کې دا هیواد په ۱۲۱ مقام کې ولاړ وو.

XS
SM
MD
LG