د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د رسنیو په ازادي محدودیت په ډېرېدو دی- راپور


په نړۍ کې پر رسنیو محدودیتونه د پراخیدو په حال کې دي
په نړۍ کې پر رسنیو محدودیتونه د پراخیدو په حال کې دي

پر رسنیو د څار آزاد بنسټ یا فریډم هاوس وايي د پرمختللو هیوادونو په ګډون په ګڼو هیوادونو کې پر آزادو رسنیو محدودیت لګول په زیاتېدو دي.

"فریډم هاوس" چې یو غیر دولتي بنسټ دی وايي د رسنیو د ځپلو او محدودولو نوې بڼې له اروپا نیولې تر امریکا پورې د پراخیدو په حال کې دي.

د فریډم هاوس د راپور له مخې د ولسمشر ترمپ د حکومت له خوا په خبریالانو او خبري شبکو تازه بریدونونه د اندیښنې وړ دي.

د فریډم هاوس لپاره ددغه رپوټ چمتو کوونکې وایي په افریقا کې د رسنیو د کنترولو په گډون د چین د اثر رسوخ جهاني کیدل، خطر پیښ کړی.

میرمن سارا وايي "هغوی دې هېوادونو ته خپل پیغام صادرولو لپاره د هغو رسنیو سره ملگرتیا کوي چې د دوی پیغامونه خپروي. پر خبریالانو باندې فشار اچوي، او پر دیپلوماتانو او رسنیو پر مالکانو فشار اچوي چې د چین په گټه خبرونه سانسور کړي."

د فریډم هاوس په راپور کې ویل شوي چې د جنوبي اسیا په هیوادونو کې په افغانستان کې د مطبوعاتي ازادي نشته او په پاکستان کې بیا د مطبوعاتو ازادي محدوده ده.

پر رسنیو محدودیت
پر رسنیو محدودیت

د مۍ میاشتې په پیل کې د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۱۹ کال ریپوټ کې ویلي، چې افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ په نوملړ کې د نا آمنۍ له امله درې درجې ټیټ شوی دی او په ۱۲۱ مه درجه کې قرار لري.

په دې راپور کې ویل شوي دي چې د پاکستان امنیتي ادارو خبریالانو ته ویلي چې په مجموع کې په هغو موضوعاگانو خبرې ونکړي چې دوي یې نه خوښوي.

په دغو موضوعگانو کې د پاکستان د پوځ له خوا د تشدد د تورونو خپرول هم شامل دي.

د فریډم هاوس د راپور له مخې د مطبوعاتو د ازادۍ د کمیدو یو لامل د ښي اړخو زور اخیستل هم دي.

د راپور له مخې له ۲۰۱۴ کال نه راپدیخوا په منځني ختیځ کې د رسنیو په ازادۍ کې ۹ سلنه او په شمالي افریقا ۱۱ سلنه کموالی راغلی.

دا ځکه چې په مجموع کې په اروپا کې د رسنیو ازادي کمه شوې ده او په هر ۵ هیوادونو کې ۴ یې مطبوعاتي ازادي لري، د اروپا د رسنیو ازادي ۸ سلنه ټیټه شوې ده.

د رسنیو آزادي د محدودیدو په حال کې ده – رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

د فریډم هاوس د راپور په اساس ۱۶ هیوادونه چې آزاد ښودل شوي و په تیرو ۵ کلونو کې یې ازادي کمه شوې ده. د دې راپور مخکښه لیکواله سارا ریپوچي وایي امریکا چې د فریډم هاوس له خوا په نړۍ کې د دیموکراسۍ علمبردار نومول شوې ده، ځینې رسنۍ پکې د بریدونو او گواښونو سره مخ دي.

میرمن سارا وايي "ځینې سترې خبري شبکې چې ډیرې پیاوړې دي، دې ډول بریدونو ته ځواب ورکوي او د هغو مشرانو مالومات خپروي چې گواښونه کوي. خو اندیښنه دا ده چې ښايي دا مقررات بدل شي او دا به گرانه وي چې پخواني حالت ته وګرځو."

میرمن سارا رپیچي وایي د سوډان او وینزویلا په څیر په ستونزمنو هیوادونو کې بیا ټولنیزې رسنۍ خلکو ته د خبرونو په رسولو کې ډیر ستر رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG