د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د برېښنا تولید کې له خپل ۲۱ سلنه ظرفیت نه ګټه اخیستې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اقلیمي بدلون په اړه ناستې کې وویل چې افغانستان په مجموعي ډول له اوبو، باد او لمر نه د ۳ سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د ارګ نه په خپرې شوې ویډیو کې راغلي چې ولسمشر غني نن یکشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۳) په دغې انلاین غونډې کې ویلي چې افغانستان د پاکۍ برېښنا د تولید ظرفیت نه د ښه مدیریت په پایله کې ګټه اخیستلی شي.

خو دا چې افغانستان تر اوسه د برېښنا په تولید کې د خپل ظرفیت نه څومره ګته اخیستې ده، د حکومت ارقام ښیي چې د برېښنا د تولید په برخې کې ۲۱ فیصد ظرغیت نه ګټه اخیستل شوې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې افغانستان د پاکې برېښنا د تولید په برخې کې د اوبو نه تر ټولو ډېره ګټه اخلي.

د یاد شرکت ویاند وحید الله توحیدي نن امریکا غږ ته وویل: "په مجموعي ډول افغانستان د اوبو، لمر او باد نه تر ۶۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي."

ښاغلی توحیدي زیاتوي چې دغه کچه د کال په موسومونو کې یو شان نه ده او ۶۵۰ میګاواټه برېښنا هغه مهال تولیدیږي چې باران او واوره ډېره وورېږي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په عمده ډول د اوبو د بندونو نه او په لږه کچه د لمر نه برېښنا تولیدوي. د باد په برخې کې افغانستان د خپل ظرفیت نه ډېره لږه ګټه اخیستې. برېښنا شرکت وايي چې دغې برخې کې له یو میګاواټ نه لږه برېښنا له لمر نه ترلاسه کیږي.

د افغانستان د حکومت ارقامو ته په کتو افغانستان د برېښنا د تولید په برخې کې د خپل ظرفیت نه ۲۱ سلنه ګټه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د برېښنا په کارولو کې یو مصرفي هېواد هم دی او له خپلو شمالي ګاونډیو نه برېښنا واردوي.

له دې مخکې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې امریکا غږ ته ویلي و چې اوس مهال د اوبو د اتو بندونو د جوړولو چارې روانې دي.

پاشدان، کمال خان، بخش اباد، شورابک، مچلغو او شاه او عروس بندونه په دغو لویو پروژو کې شامل دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG