د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني تخار کې سلګونو کورنیو ته برېښنا برابره کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د جرمني همکاریو څانګه او د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د تخار ولایت په هزار سمچ ولسوالۍ کې د ۱۴ زره وګړو کورونو ته یې برېښنا رسولې ده.

د جرمني همکاریو څانګې په یوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې دغه پروژه د ۱۲۴ میلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

خبر پاڼه زیاتوي چې: "دغه پروژه چې د ار.ای.ډي.اف شرکت له لوري بشپړه شوې د تخار ۱۴ زره وګړو ته به دوامداره برېښنا ورسول شي."

له بلې خوا د افغانستان برېښنا شرکت له د دغې پروژې د سرته رسېدو ستاینه کوي.

د یادې ادارې ویاند وحید الله توحیدي نن دوشنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) امریکا غږ ته وویل: "په دې پروژې کې اوه پایې ترانسفرمرونه لګول شوي دي چې ټولټال ظرفیت یې ۱۱۰۰ کیلوولټ امپیر دی چې په ترڅ کې به یې ۱۷۰۰ کورنۍ د برېښنا نه برخمنې شي."

د افغانستان برېښنا شرکت په وینا دغه پروژه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې پیل شوې وه چې تېره اونۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. دا شرکت وایي په افغانستان کې د برېښنا وېشنه مخ پر ودې ده.

که څه هم افغانستان د لمر، باد او اوبو نه د برېښنا د تولید ښه ظرفیتونه لري خو لا هم ګڼ افغانان له دغه نعمت نه محروم دي.

کابل کې د امریکا سفارت د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ویلي وو چې دوه لسیزې مخکې یوازې ۶ سلنه هغو افغانانو چې په خپل هېواد کې مېشت وو برېښنا ته لاسرسی درلود، خو د یادې ادارې په وینا دغه کچه اوس نیږدې ۳۴ سلنې ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG