د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د چمن دروازه پرانیستله

پاکستان وايي د افغان چاواکو په غوښتنه او روژې په خاطر یې دروازه پرانیستله
پاکستان وايي د افغان چاواکو په غوښتنه او روژې په خاطر یې دروازه پرانیستله

د پاکستان پوځ وايي د روژې په خاطر او د افغان چارواکو په غوښتنه یې افغانستان ته د چمن دروازه پرانیستله.

دا دروازه څه موده مخکې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د پاکستان سرحدي ځواکونو وتړله.

دروزاه له هغې وروسته وتړل شوه چې د افغان ځواکونو په ادعا د پاکستان د سرشمېرنې یوه ډله د ډیورېنډ کرښې افغان غاړې کې د لقمان او جانګیر کلیو ته ننوتله او هلته یې د خلکو سرشمېرنه وکړه، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

بیا دواړو خواو ډزې وکړې او په دواړو خواو کې ځواکونه او ولسي خلک ووژل شول.

اوس جنګ بند دی او د پاکستان د پوځ اعلامیه وايي چې اوربند به روان وي.

پاکستان وايي ځواکونه به یې د "نړیوال سرحد" په اوږدو کې د لقمان او جانګیر کلیو کې خپلو مورچلونو ته بېرته ورګرځي.

تراوسه افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کندهار د امنیې قومندان جنرال رازق ويلي وو چې د کابل او اسلام اباد لوړ پوړي چارواکي به دغه ستونزه حلوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورېند شاوخوا ۲۶۰۰ کیلیو مېتره کرښه کښل شوې ده، اسلام اباد یې له افغانستان سره خپل رسمي سرحد ګڼي خو کابل یې نه مني.

This item is part of
XS
SM
MD
LG