د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ملکیانو مرګ-ژوبله دو برابره ډېره شوې – یوناما


یوناما وايي د (دولت ضد عناصرو) په بریدونو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي
یوناما وايي د (دولت ضد عناصرو) په بریدونو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي.

یوناما وايي د ۲۰۱۸م د جنورۍ له پيل نه د سپتمبر ۳۰ پورې په جګړو او امنیتي پیښو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي.

یوناما وايي د نورو کلونو په څېر بیا هم د (دولت ضد عناصرو) په بریدونو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي دي.

ملکي تلفات
ملکي تلفات

د یوناما په راپور کې ویل شوي دي چې ځمکني وسله والې نښتې، ځانوژنکي بریدونه، هوايي بمبارۍ او د ناچاودلو موادو چاودېدل د ولسي خلکو د مرګ-ژوبلې اصلي عوامل دي.

یوناما په ملکي تلفاتو ژوره خواشینې ښودلې ده او ویلي دي چې د دولت مخالفان توکمیز او مذهبي لږکي هم په نښه کړي دي.

ډېر ملکي تلفات په ننګرهار، کابل، هلمند، غزني او فاریاب ولایتونو کې اوښتي دي. په کابل کې د ځانمرګو بریدونو کې بیا ډېر ملکیان وژلي دي، خو په ننګرهار کې بیا ډېر ملکي خلکو مرګ-ژوبله دوه برابره زیاته شوې ده.

ملکي تلفات
ملکي تلفات

همدا څو ورځې مخکې یوناما په خپل یو بل راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۱۸ کال په نهو میاشتو کې په ځانمرګو بریدونو کې ملکي تلفات لوړې کچې ته رسېدلي.

راپور کې ویل شوي وو چې یوازې په ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې ماینونو په چاودونو کې لږ تر لږه ۱۰۶۵ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG