د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون وايي افغانستان کې د ملکيانو مرګ ژوبله خورا زیاته شوې


پنټاګون افغانستان کې د ولسي تلفاتو په اړه د متحدو ایالتونو کانګرس ته خپل راپور سپارلی دی
پنټاګون افغانستان کې د ولسي تلفاتو په اړه د متحدو ایالتونو کانګرس ته خپل راپور سپارلی دی

پنټاګون وايي چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له لومړۍ نیټې د ۲۰۱۸ کال تر مۍ پورې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ډیره زیاته شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې جنګ جکړو په افغانستان کې ۴۲۲۰ ولسي خلک وژلي او زخمیان کړي دي. په دوی کې یې په هرو څلورو کسانو کې یو کس وژل شوی او نور یې ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما وايي د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۶۳ ولسي خلک وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ژوبل شوي دي.

د پنټاګون په راپور کې دا هم ویل شي چې په دغې مودې کې د ګزمو او تلاشیو پر مهال د افغان ځواکونو تلفات هم ۱۴سلنه زیات شوي دي. خو دقیق ارقام یې نه دي ورکړي.

د دغه کار یو لوی علت په پسرلي کې د وسله والو طالبانو د بریدونو زیاتوالی بلل کیږي. په همدې حال کې پنټاګون دا خبره هم کړې ده چې مسکو په سیمه کې د واشنګټن د نفوذ د مخنیوي لپاره پر هلو ځلو بوخت دی.

پنټاګونو د سه شنبې په ورځ (جولاۍ۳) ناوخته د متحدو ایالتونو کانګرس ته دا معلومات او راپور سپارلي دي.

پنټاګون روسیه تورنه کړې چې له داعش نه د امریکا د ملاتړ او په سیمه کې د امریګا د ګټو خلاف خبرونه او معلومات خپروي. وايي روسیه هلې ځلې کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه وهڅوي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره له امریکا او ناټو سره مرسته ونکړي.

افغان او امریکايي چارواکو مخکې هم روسیه تورنه کړې چې وسله والو طالبانو سره مرستې کوي، خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG