د لاس رسي وړ اتصالات

په ځانمرګو بریدونو کې ملکي تلفات لوړې کچې ته رسېدلي- یوناما


یوناما د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې ملکیان په نښه نکړي
یوناما د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې ملکیان په نښه نکړي

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په افغانستان کې په تېرو نهو میاشتو کې د سړک غاړي ماینونو په چاودنو او هوايي بریدونو کې ۱۰۶۵ ملکي افغانان وژل شوي دی.

د سړک غاړي ماینونو له کبله ملکي تلفات زیات شوي او ملګرو ملتونو دا کار جنګي جنایت بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نیولې د سپتمبر تر ۳۰پورې لږ تر لږه ۱۰۶۵ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

وسله وال طالبان او د داعش ډله تورن دي چې په ملکي سیمو کې ماینونه ښخوي او ځانمرګي بریدونه کوي. د یوناما راپور وايي چې د تېرکال په پرتله ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ماینونو د چاودنې پېښې ۲۱سلنه زیاتې شوي او له دې پلوه ملکي تلفات هم ۴۶سلنه زیاته شوې ده.

یوناما د دغو بریدونو ۵۲ سلنه مسولیت د داعش او ۴۰ سلنه مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی دی.

ملګرو ملتونو څه موده مخکې (۳ میزان) په خپل یو راپور کې وویل چې د تېرکال د لومړنیو شپږو میاشتو په پرتله د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي تلفات ۵۲ سلنه لوړ شوي دي.

یوناما وايي " په لومړنیو شپږو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې ۳۵۳ کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. (۱۴۹ وژل شوي او ۲۰۴ ژوبل شوي)، د قربانیانو تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي، دا د اندېښنې وړ ده."

یوناما وايي د دغو تلفاتو ۵۲ سلنه د افغان ځواکونو او ۴۵ سلنه د بهرنیو ځواکونو کار بللی دی او وايي درې فیصده نوره یې د دولت د ملاتړو کار دی.

یوناما همدغه راز په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر زیاتوالي هم اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG