د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکايي پوځ هوايي بریدونه په بیساري ډول زیات شوي


په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش او طالبانو په وړاندې د امریکایي هوایي ځواک بمبارۍ په داسې حال کې مخ په زیاتیدو دي چې پدې هیواد کې جگړو زور اخیستی دی.

د خپرو شویو شمیرو له مخې تر دې دمه په روان کال کې د ډورن په گډون امریکایي جنگي الوتکو ٢٩١١ راکټونه او بمونه په افغانستان کې د داعش په گډون د افغانستان د دولت ضد یاغیانو پر مرچلو استعمال کړي دي.

د امریکا د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له خوا خپرې شوې شمیرې ښیي چې په ٢٠١٧ کال کې ۴٣٦١ راکټ او بمونه په افغانستان کې د سخت دریځو پر مرچلو باندې ویشتل شوي وو.

په افغانستان کې د هوایي بمباریو په دغه زیاتوالي کې د امریکایي قواو او د هغه د متحدینو د هوایي ځواک بمبارۍ شاملې دي، خو پدې شمیرو کې د افغان هوایي ځواک بمبارۍ ندي شاملې چې پدې وروستیو کې یې فعالیت زیات شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکایي شمیرو له مخې په عراق او سوریه کې د امریکایي هوایي ځواک بمبارۍ ډیرې کمې شوي دي چې د روان کال تر جون پورې یواځې ٢٨٦٢ وسلې استعمال شوي دي پداسې حال کې چې تیر کال په همدې موده کې ٢٣٠٠٠ راکټ او بمونه استعمال شوي وو.​

د افغان ځواکونو هوايي بریدونه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان هوايي ځواکونه د ورځې د ۱۱۰-۱۲۰ ترمنځ پروازونه کوي.

د وزارت ویاند محمد رادمنش وویل چې دا پروازونه دوه ډول وي: یوه یې ترانسپورتي او روزمره پروازونه او بل یې "ضربي" وي. ښاغلي رادمنش وویل ضربي پروازونه هره ور[ د اتو او ۱۲ ترمنځ کیږي. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې دا ډول پروازونه د افغانستان په هرې برخې کې چې ضرورت وي، کیږي.

هغه وویل دا ډول پروازونه تر ډېره په غرنیو سیمو کې کیږي او تر ډېره د طالبانو، داعش او نورو اورپکو مرکزونه په نښه کوي او اغیزناک ثابت شوي دي.

هوايي بریدون او ملکي تلفات

د افغان پوځ او بهرنیو قواو په هوایي بمباریو کې پدې هیواد کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې سبب شوي هم دي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جگړه کې ۱۶۹۲ ملکي کسات وژل شوي دي او ۳۴۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. ددې جملې نه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو کې ۱۴۹ تنه وژل شوي او ۲۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملکي مرگ ژوبلې په هکله د ملگرو ملتونو د سږکال شمیرې د ٢٠١٧ کال د لومړنیو شپږو میاشتو په پرتله ۵۲ فیصده زیاتوالی ښیي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د هوایي قواو قوماندان جنرال جفري هریگیان وایي "تر هغه چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته غاړه نه وي ایښي زمونږ بریدونه به پرې جاري وي".

خو طالبانو تر دې دمه د افغانستان د حکومت سره د خبرو لپاره لیوالتیا نده ښودلې او تل یې د امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده.

همداشان د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ خپرې کړي په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد د امریکایي قواو بمباري راکمه شوې ده.

د امریکا د هوایي ځواکونو د شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په سوریه او عراق کې امریکایي هوایي ځواک ۲۸۶۲ راکټ او بمونه استعمال کړي دي، پداسې حال کې چې د ٢٠١٧ کال په عین موده کې یې څه دپاسه ۲۳ زره راکټ او بمونه په عراق او سوریه کې استعمال کړي دوو.

XS
SM
MD
LG