د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو دریو میاشتو کې افغانستان کې نژدې ۲۰زره کسان په کرونا اخته شوي


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان کې په تیرو اونیو کې د کرونا ویروس پېښې خورا کمې شوي دي.

یاد وزارت وايي د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په پرتله اوس مهال افغانستان کې د کرونا د ویروس په مثبتو پیښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې په ۳۴ ولایتونو په ۳۴ ولایتونو کې ټولې ۱۹۸۴۵ مثتبې پیښې ثبت شوي دي چې۱۸۷۲۴ يې په لومړیو دریو میاشتو کې او یوازې۱۱۲۴ یې د تیر اپریل په میاشت کې ثبت شوي دي.

جاوید هژیر وايي چې د کال د لومړیو دریو میاشتو پرتله په تیره میاشت کې د کرونا ویروس د ناروغۍ له امله د مړو شمیر کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

ډاکټر هژیر وویل :"د کال په لومړیو دریو میاشتو کې متاسفانه د پیښو شمیر لوړ و خو اوس له نیکه مرغه د پیښو شمیر ډیر زیات ټیټ شوی دی".

د عامې روغتیا وزارت ویاند خبریالانو ته وویل، چې د کال په دریو لومړیو میاشتو کې د کرونا د ناروغۍ له امله ۲۸۹ تنه مړه شوي وو، چې د کال په څلورمه میاشت کې ټول ۱۲ تنه په دغه ناروغۍ مړه شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پیښه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

د عامې روغتیا وزارت شمرې ښيي چې افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د خپریدو راهیسې تراوسه نهه سوه ۴۵زره او ۳۰۴ تنو مشکوک سمپولونه معاینه شوي چې له ډلې یې د ۱۷۸ زره او ۹۲۲ تنو د کرونا ویروس د ټیسټونو پایلې مثبتې ختلي دي.

په دغه موده کې ۱۶۱۹۳۶ کسان پر کرونا د اخته کیدو وروسته بیرته ښه شوي او ۷۶۸۴ کسان په دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي افغانستان اوس مهال د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه امکانات لري.

ښاغلي هژیر وویل:" په تیرو پنځه میاشتو کې مو چې کوم امکانات لرل اوس یې هم الحمدالله لرو اوس زمونږ اولس روغتونونه فعال دي".

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ مه افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې دغه هیواد سره د عامې روغتیا د سکټور په ګډون خپلې ټولې مرستې بندې کړې.

خو اوس مهال د روغتیا نړیواله اداره' ډبلیو ایچ اوٰ ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره ' یونیسف' او هم د مهاجرت نړیوالې اداره ' آی او ایم' د افغانستان د عامې روغتیا د سکټور سره خپلې مرستې بیرته پیل کړي دي.

د دې سربیره د سره صلیب نړیواله کمیټه "آی سي ارسي' هم افغانستان کې د نږدې شلو روغتونونو لپاره د دارو درملو د برابرولو ترڅنګ لس زرو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه هم برابروي.

XS
SM
MD
LG