د لاس رسي وړ اتصالات

هند له افغانستان سره د کروناویروس واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه


د هند لخوا مرسته شوی د کرونا واکسین
د هند لخوا مرسته شوی د کرونا واکسین

هند له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې نن شنبه د کرونا ویروس ضد واکسین ۵۰۰زره ډوزه مرسته وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد واکسین به په کابل کې اندراګاندي روغتون ته وسپارل شي.

هند ویلي چې راتلوونکې اونۍ به د کروناویروس ضد واکسین نور ۵۰۰زره ډوزه هم کابل ته انتقال کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې هند له افغانستان سره په بشري برخه کې د کووید ـ ۱۹ واکسین یو میلیون ډوزه، خوراکي موادو او یو شمېر نورو ژوند ژغورونکو روغتیايي موادو د مرستې ژمنه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "راتلوونکې اونۍ موږ د غنمو او پاتې روغتیايي موادو مرستو پر استولو باندې کار کوو.د دې لپاره موږ د ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره په اړیکه کې یو چې ترانسپورتي لارې چارې وروستۍ کړي."

د یادونې وړ ده چې هند تیره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان له لارې له افغانستان سره د ۱.۶میلیونه روغتیايي موادو مرسته وکړه.

د هند ترڅنګ، اروپايي هیوادونو، د امریکا متحده ایالاتو او چین هم له افغانستان سره د کرونا ویروس واکسین مرسته کړې ده.

تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې اوس مهال هره ورځ له نهو زرو څخه زیات کسان د کروناویروس پر وړاندې واکسین کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د کروناویروس د واکسین د بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې څه دپاسه اوه میلیونه او ۴۰۰زره کسان واکسین شوي، چې د هغه په وینا ددې جملې څخه څه دپاسه دوه میلیونه او ۷۰۰ زره کسان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا واکسین شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر د روان میلادي کال د اپریل په ۱۶مه په کابل کې پیل شو چې بیا وروسته ۳۴ ولایتونو ته هم دا بهیر وغځید.

په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت د پریکړې له مخې د کرونا ویروس واکسین د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لرونکو کسانو ته تطبیق کیږي.

اوس مهال په افغانستان کې په چین کې د سینو فارم د شرکت له خوا تولید شوی واکسین او هم د امریکا د جانسن اینډ جانسن د درملو د تولید د شرکت له خوا تولید شوی واکسین خلکو ته تطبیق کیږي.

XS
SM
MD
LG