د لاس رسي وړ اتصالات

درې افغان لوبغاړي په موقت ډول له لوبو بند کړل شول


د افغانستان کرکټ بورډ درې افغان لوبغاړي، نجیب ترکي، افتاب علم او نورالحق د لسو، څلورو او دوو میاشتو لپاره له لوبو بند کړل.

دغه درې لوبغاړي په کابل کې د میلیون لیګ تجارتي سیالیو په یوې لوبې کې د لوبڅار له لوري د کرکټ د نړیوالو قوانینو او اصولو په ماتولو پړه وبلل شول.

د کرکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمېټې مشر هستي ګل عابد د سه شنبې په ورځ( مۍ ۲) په کابل کې دغو دریواړو لوبغاړو ته سزا واوروله. نجیب ترکی د لسو میاشتو او افتاب علم د څلورو میاشتو لپاره له نړیوالو او کورنیو لوبو او نورالحق ملکزی یوازې د دوو میاشتو لپاره له کورنیو لوبو بند کړل شول.

ښاغلی عابد وايي دغه درې واړه لوبغاړي به په دغې مودې کې د افغانستان د کرکټ بورډ له ټولو امتیازاتو څخه محروم وي.

څو ورځې مخکې د یوې لوبې پر مهال نجیب ترکي له لفظي شخړې وروسته پر فرید ملک د بیټ ګوزار وکړ او هغه یې ژوبل کړ چې لوبڅار د هغه دا کار د کرکټ د نړیوالو اصولو خلاف وباله.

د نجیب ترکي د لوبډلې دوو نورو غړو افتاب علم او نورالحق ملکزي د لوبڅار پر دغې پرېکړې اعتراض وکړ او قوي غبرګون یې وښود چې دا کار د کرکټ د نړیوالو اصولو خلاف وبلل شو.

لوبڅار د دوی قضیه د نظم کمیټې ته وسپارله او کمېټې دا سزا ورکړه.

ښاغلي هستي ګل عابد د نظم او ډسپلین د کمېټې له نورو غړو سره یو ځای دغو لوبغاړو ته دا سزا اعلان کړه چې ویډیو یې د کرکټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼې هم خپره شوې ده.

ښاغلی عابد وايي دا لوبغاړي دوه ورځې وخت لري چې د دغې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي.

دا اول ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په یو وار درې لوبغاړي له لوبو منع کوي. نجیب ترکی د افغانستان اوپنر، افتاب علم باولر او نور الحق ملکزی مډل ارډر بیټسمن دی.

دغو لوبغاړو ته داسې مهال دا سزاوې ورکول کیږي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان بل لوبغاړی محمد شهزاد محمدي، د منع کړل شویو درملو د خوړلو له کبله، په موقت ډول له لوبو منع کړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د جون په میاشت کې د افغانستان ملي لوبډله له ویسټ انډیز سره درې د ۲۰ اورونو او درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG