د لاس رسي وړ اتصالات

هند په راشد خان او محمد نبي فلم جوړوي


د هند ټول لګښت د هند حکومت ورکوي
د هند ټول لګښت د هند حکومت ورکوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت پتېلي چې په دوو افغان ستورو راشد خان او محمد نبي یو لنډ مستند فلم جوړ کړي.

دوی دواړه د هند په کورنیو سیالیو ( آی پي ال) کې د سنرایزر حیدر اباد په لوبډلې کې لوبیږي.

په دغه مستند فلم کې به د دواړو لوبغاړو ژوند او لوبې او لاس ته راوړنو ته لنډه کتنه کیږي او دا چې دوی څنګه او له کوم ځای نه پیل او چېرته ورسېدل. په ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا طرحه منل شوې او د فلم په جوړولو به ژر کار پیل شي.

ښاغلي ابدالي وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ټولو هندي او بهرنیو فلم جوړونکو ته دا طرحه اعلان کړې او اوس د فلم جوړونکیو کمپنیو غوښتنلیکونه اخلي. سفیر وویل لا معلومه نه ده چې په دغه فلم به څومره لګښت راشي، خو زیاته یې کړه چې ټوله بودیجه یې د هند حکومت ورکوي.

د دغه فلم اصلي هدف دا دی چې نړیوالو ته د جنګ ځپلي افغانستان یو ښه تصویر وړاندې شي او د افغان کرکټ د لا پرمختګ او ودې لپاره یو مثبت ګام پورته شي.

ښاغلي ابدالي وویل "طرحه داسې ده چې فلم به د ۲ او ۷ دقیقو ترمنځ وي. د هند له حکومت نه مننه کوو چې تل یې له افغانستان سره مرسته کړېده. دا یې پیل دی او د ځینو نورو لوبغاړو لپاره به هم همداسې کوو".

هغه وايي که دا فلم ژر جوړ شو نو د آی پي ال لوبو پر مهال به په تلویزونونو ښودل کیږي، خو که ژر جوړ نشو بیا به د هغه په خبره له آی پي ال وروسته په نړیوالو او افغان تلویزونونو ښودل کیږي.

په فلم کې به د راشد، نبي او افغانستان د کرکټ په اړه د ځینو نړیوالو مبصرینو نظر هم واخیستل شي.

دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي په آی پي ال کې لوبیږي. محمد نبي لومړنی افغان و چې دغو سیالیو ته په ۳۰لکه هندي پېسو وپلورل شو خو محمد راشد بیا لومړنی افغان شو چې په آی پی ال کې یې لوبه وکړه.

د هند د سنرایزر حیدراباد لوبډلې راشد خان په ۴۰۰لکه هندي پېسو وپېره، چې همدې کار راشد په کوچني میلیونر هم مشهوره کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG