د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغان الف لوبډله د هند او جنوبي افریقا سره سیالۍ کوي


ټاکل شوې چې په همدغې میاشت کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د هند او جنوبي افریقا د لوبډلو سره څلور یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

د دریو هېوادونو دا سیالۍ په جنوبي افریقا کې کیږي. د افغانستان د کرکټ د الف لوبډلې په ترکیب کې تر ډېره د ملي لوبډلې لوبغاړي دي او دلیل یې هم شاید دا وي چې افغانانان له پیاوړو سیالانو سره مخامخ دي.

افغانستان به د هند او جنوبي افریقا د لوبډلو سره دوې- دوې سیالۍ کوي، چې د کرکټ بورډ په وینا د جولای په ۲۶، ۳۰، او د اګسټ په لومړۍ او پنځمې نېټې دي. د دریو هېوادونو ترمنځ دا سیالۍ دوستانه دي.

ټاکل شوې چې وه چې د اسټرالیا الف ټیم په دغو سیالیو کې ولوبیږي خو د ځینو تخیکي ستونزو له کبله هغه هېواد دغو سیالیو ته لوبډله نه استوي او اوس یې پر ځای افغانستان ورځي.

کرکټ بورډ وايي دا سیالۍ به د الف لوبډلې لوبغاړي له تخنیکي پلوه نور هم پیاوړي کړي. دا به اول ځل وي چې د افغانستان الف لوبډله تر سرېلانکا او زمبابوې وروسته د هند او جنوبي افریقا له الف لوبډلو سره سیالۍ کوي.

د افغانستان په الف لوبډلې کې شفیق الله شفق، جاوید احمدي، عثمان غني، احسان جنت، ناصر جمال، رحمت شاه، یونس احمدزی، فرید ملک، نجیب ځدراڼ، افسر ځاځی، کریم جنت، محمد یمین او نواز خان شامل دي.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله

اخوا د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د ۲۰۱۸ نړیوال جام ته د لار موندنې د غوراوي سیالیو په یوې لوبې کې مالیزیا ته لویه ماتې ورکړه.

په ننۍ لوبه کې یوسف ځاځي د مالیزیا څلور لوبغاړي وسوځول. ده په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي وسوځول چې د کرکټ په اصطلاح کې هېټریک بلل کیږي، یوسف ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

مالیزیا افغانستان ته په ۱۹ اورونو کې د ۵۳ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په شپږم اور کې پوره کړ. دا د پنځوسو اورونو لوبه وه.

دا لوبه په سنګاپور کې وه. افغانستان له مالیزیا، نیپال او سنګاپور سره په دغو سیالیو کې لوبیږي چې د سر لوبډله به یې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته ځيي.

د افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې ( جولای ۱۸) په ورځ ده. د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ په نیوزلنډ کې کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG