د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته نوی نړیوال روزونګی ګماري


لالچلند راجپوت له شاوخوا یوه کال راهېسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و
لالچلند راجپوت له شاوخوا یوه کال راهېسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې اوسني روزونکي لالچند راجپوت ته یې ویلي چې قرار داد یې نور نه تمدیدوي او بورډ نوي روزونکي ګماري.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل چې اوسني رووزنکي ته یې یوه میاشت مخکې دا خبر ورکړی دی چې نور به هغه د افغانستان دملي لوبډلې روزونکی نه وي.

ښاغلي مشعل د افغانستان د کرکټ د وروستیو پرمختګونو او بریاو له کبله د لالچند راجپوت هلې ځلې وستایلې خو ويې ویل چې افغانستان غواړي یو بل نړیوال روزونکی وګماري.

د بورډ مشر وویل افغانستان پر ملي لوبډلې سربېره، د ملي اکاډمۍ او نورو لوبډلو ته هم روزونکي ګماري. هغه وايي د اوسني روزونکي د دندې موده ژر ختمیږي او افغانستان به بیا دا ټولې دندې په نړیوال مارکیټ کې اعلانوي او د ازاد رقابت له لارې به وړ روزونکي وټاکي.

افغانستان تازه د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو. لالچلند راجپوت له شاوخوا یوه کال راهېسې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و.

تر هغه مخکې د پاکستان مخکنی لوبغاړی انضمام الحق دا دنده مخ ته وړلې وه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG