د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال لوبغاړي د افغانستان د کرکټ، راشد او نبي په اړه څه وايي؟


د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړي کریس ګېل د افغانستان او ځینو افغان لوبغاړو لوبه وستایله
د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړي کریس ګېل د افغانستان او ځینو افغان لوبغاړو لوبه وستایله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محمد نبي او راشد خان په لومړي ځل د کارابین کرکټ لیګ ( سي پي ال) سیالیو کې لوبیږي.

د امریکا غږ خبریال جعفر هاند په دغو سیالیو کې له ځینو نړیوالو لوبغاړو سره غږېدلی او د نبي، راشد او افغانستان د لوبډلې په اړه یې د هغوی نظرونه پوښتلي دي.

محمد نبي او راشد خان د کرکټ په یو بل نړیوال میدان کې لوبیږي، دوی په اول ځل په سي پي ال کې لوبیږي خو د نړۍ او ویسټ انډیز لوبغاړي یې له پخوا پيژني.

د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړي کریس ګېل د افغانستان او ځینو افغان لوبغاړو لوبه وستایله.

هغه امریکا غږ اشنا ته وویل "د افغانستان لوبډله، راشد او نبي ښه لوبیږي. نبي او راشد دواړه په آی پي ال کې هم ښه ولوبېدل. دواړه تجربه لروونکي لوبغاړي دي، زه خوښ یم چې دواړه په سي پي ال کې لوبیږي. خوشحاله یم چې نبي زما په لوبډله کې دی".

محمد نبي د سي پي ال د سنټ کیټس په لوبډلې کې لوبیږي، هغه تراوسه ښه ځلیدلی دی، د ویسټ انډیز کپټان کارلوس برایټوایټ له محمد نبي سره په یوې لوبډلې کې دی.

هغه امریکا غږ اشنا ته وویل خوښ دی چې له نبي غوندي لوبغاړو سره په یو ټیم کې لوبیږي "د تمرین په وخت کې هم هغه ښه بالینګ کوي. موږ خوښ یو چې نبي له موږ سره په لوبډلې کې دی. هیله مند یم، چې هغه به په سي پي ال کې ښهوځلیږي. هغه ښه لوبغاړی دی".

راشد خان چې په کوچني میلیونر هم مشهور دی، دویم افغان لوبغاړی دی چې په سي پي ال کې لوبیږي. هغه د امازان واریرز په لوبډلې کې دی. د نیوزلنډ مشهور لوبغاړی مارټن ګاپټل د راشد خان د لوبډلې کپټان دی.

هغه وايي راشد خان که څه هم په لومړنیو سیالیو کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه، خو روان سي پي ال کې به ښه وځلیږي.

ګاپټل امریکا غږ اشنا ته وویل هغه هیله مند دی چې راشد به په را روانو سیالیو کې لا ښه وځلیږي "کېدای شوه چې راشد تر دې خطرناک باولینګ کړی وای، خو زه فکر نکړم چې خرابه توپ اچونه کړې وي، ښه لوبه یې وکړه او زما په بارو هغه به په راروانو سیالیو کې تر دې لا ښه وځلیږي".

د امریکا د فلورېډا په ایالتکې د راشد او نبي تر څنګ د نړۍ نور مشهور لوبغاړي راغلي وو. د ویسټ انډیز بل لوبغاړی ایمرټز هم د راشد خان په لوبډله کې دی. هغه ډاډه دی چې روان سي پي ال به د راشد خان ته له بریاو ډک وي "راشد خان ښه لوبغاړی دی. زه ډاډ درکوم چې هغه به په سي پي ال کې ښه لوبه وکړي".

افغانستان له څو کلونو راهېسې کرکټ کوي، خو په دې ورستیو کې ښه ځلیږي، د هند په آی پي ال او د نړۍ په ځینو مشهورو سیالیو کې د افغان لوبغاړو برخه اخیستل، د ډېرو په باور د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ښه زیری دی.

افغان لوبغاړي په دا ډول سیالیو کې د پیاوړو نړیوالو روزونکو تر څار لاندې روزل کیږي او بیا په نړیوالو میدانونو کې له مهمو نړیوالو لوبغاړو سره لوبیږي او نوې تجربې ترلاسه کوي.

دواړو محمد نبي او راشد خان امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې چې هر څه زده کوي، بېرته یې افغانستان او افغان لوبغاړو ته انتقالوي.

د دغه راپور ویډویې بڼه دلته وګورئ

د افغانستان کرکټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

XS
SM
MD
LG