د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه-دویمه ورځ: سپین غر زمریانو او مس عینک اتلانو وګټلې


راشد خان درې لوبغاړي وسوځول، خو لوبډلې یې لوبه وبایلله
راشد خان درې لوبغاړي وسوځول، خو لوبډلې یې لوبه وبایلله

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په دویمه ورځ هم دوې لوبې وشوې چې سپین غر زمریانو له بست ساتونکو او مس عینک اتلانو له بند امیر ښامارانو څخه وګټلې.

په دویمې لوبې کې سپین غر زمریانو د بست ساتونکو ته ۱۹۳ منډې وکړې. د سپین غر زمریانو په لوبډلې کې عثمان غني په ۵۲ توپونو ۷۴ او نور علي ځدراڼ په ۳۰ توپونو۵۰ منډې وکړې. همدوې خپلې لوبډلې ته ښه پیل وکړ.

خو د بست ساتوونکو په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۸۰ منډې وکړې، اته لوبغاړي یې وسوځېدل او په ۱۳ منډو یې دا لوبه وبایلله.

د بست ساتونکو په لوبډلې کې ډېر لوبغاړي ګلبدین نایب وسوځول، نوروز منګل تر ټولو زیاتې منډې یعني۴۱ او ګلبدین نایب ۲۷ منډې وکړې. خو د لوبې غوره لوبغاړی عثمان غني شو.

په اولې لوبې کې د محمد نبي په مشرۍ، د مس عینک اتلانو، د راشد خان په مشرۍ، د بند امیرښامارانو ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ، خو هغوی په ۱۹ اورونو کې ۱۳۳ منډې وکړې او لوبه یې په شپږو منډو وبایلله.

د مس عینک په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې د زمبابوې دوو لوبغاړو وکړې. سېندا ۵۹ او بېرل ۳۸ رنزونه وکړل.

د بند امیر ښامارانو په لوبډلې کې بیا حضرت الله ځاځي ۳۵ او رحمت شاه ۳۶ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی سکندر رضا شو چې په څلورو اورونو کې یې د بند امیر ښامارانو درې لوبغاړي وسوځول او یوازې نهه منډې یې ورکړې.

راشد خان درې او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.

سبا چارشنبه بیا هم دوه لوبې دي، د امو نهنګانو لوبډله به د کابل له بازانو او د بست ساتونکي به د مس عینک له اتلانو سره لوبې لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG