د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې زمبابوې ته ماتې ورکړه


د افغانستان او زمبابوې د ۲۰ اورونو دویمه لوبه سبا شنبه ده
د افغانستان او زمبابوې د ۲۰ اورونو دویمه لوبه سبا شنبه ده

افغانستان له زمبابوې سره د ۲۰ اورونو د سیالیو لړۍ په بري پیل کړ.

زمبابوې په ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه چې افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۶ اورونو کې پوره کړ.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان درې، شرف الدین اشرف دوه، افتاب علم، ګلبدین نایب او محمد نبي یو-یو لوبغاړي وسوځول.

محمد شهزاد له یو کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل لوبه وکړه، هغه په ۲۰ رنزونو وسوځېدل، خو محمد نبي ۴۰ منډې وکړې، ترپایه ودرېده او د افغانستان بری یې یقیني کړ.

په نورو افغان منډه جوړوونکو کې کریم صادق پنځه منډې، کپټان اصغر ستانکزي ۱۱، شرف الدین ۱۸ او شفیق الله شفق ۱۴ منډې وکړې. نجیب ځدراڼ په صفر وسوځېده.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل شو.

دا د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰ اورونو د دوو سیالیو لومړنۍ وه، دویمه لوبه سبا سه شنبه- فبروري۶) ده.

د ۲۰ اورونو په سیالیو پسې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د یوې ورځنیو لوبو پنځه سیالۍ پيلیږي چې لومړنۍ یې د همدغې میاشتې په نهمه نیټه ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG