د لاس رسي وړ اتصالات

د زمبابوې د کرکټ کپټان وايي‌ د افغانستان ماتول سخت دي


افغانستان او زمبابوې دوه د ۲۰ اورونو او پنځه د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي
افغانستان او زمبابوې دوه د ۲۰ اورونو او پنځه د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي

د زمبابوې کپټان الګساندر ګرایم کریمر وايي له افغانستان سره یې سیالیو ته پوره چمتوالي نیولي دي، خو پوهیږي له سخت سیال سره مخامخ دي.

افغانستان او زمبابوې د اوو نړیوالو سیالیو لړۍ د دوشنبې په ورځ( فبرورۍ۵) په شارجه کې پیلوي چې وروستۍ لوبه به یې د فبرورۍ په ۱۹ وي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰ اورونو نړیوالو سیالیو څخه یوه ورځ مخکې د دواړو لوبډلو کپټانانو په خبري کنفرانس کې د لوبو په اړه خبرې وکړې.

د زمبابوې کپټان کریمر وویل چې افغانستان یوه غښتلې لوبډله ده او "پوهیږو چې ماتول یې سخت دي، په ځانګړي ډول په شارجه کې چې میدان هم زموږ لپاره برابر نه دی ".

ښاغلي کریمر وویل چې افغانستان ښه لوبغاړي لري او په خاص ډول ورو توپ اچوونکي - سپن بالران- یې خطرناک دي. افغانستان تر دې مخکې څلور وارې له زمبابوې څخه د دا ډول لوبو لړۍ ګټلې دي، خو کپټان یې وویل چې هڅه کوي دا وارې ښه لوبه وکړي.

د افغانستان کپټان اصغر ستانکزي هم ډاډ وښوده چې لوبډله یې دغو سیالیو ته پوره چمتو ده او هڅه به وکړي چې ویې ګټي. کپټان ستانکزي وویل "د شارجه میدان د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه دی او موږ ښه توپ اچوونکي لرو".

نوموړي وویل چې د محمد شهزاد محمدي په راتګ سره په لوبډلې کې شته تشه هم ډکه شوې ده، "د شهزاد په راتګ سره د افغانستان لوبډلې ښه ویکټ ساتونکی هم پیدا کړ او ښه اوپنر یې هم پیدا کړ " او لوبډله برابره شوه.

اصغر وايي له زمبابوې سره سیالیو لپاره یې له څو اونیو راهېسې چمتوالي پیل کړي‌ او هڅه به وکړي چې دا لړۍ هم وګټي. د افغانستان کرکټ بورډ په خپل فیسبوک د دغو کپټانانو خبري کنفرانس ژوندۍ ښوده.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دوه د ۲۰ اورونو او پنځه د یوې ورځې نړیوالې سیالۍ کیږي چې وروستۍ یې د فبرورۍ په ۱۹ نیټه ده.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ‌ دا سیالۍ په بلې میاشتې کې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي لوبو لپاره امادګي بلل کیږي. دا سیالۍ په زمبابوې کې کیږي چې پر کوربه سربېره ویسټ انډیز،‌ ایرلنډ او اووه نور هېوادونه په کې لوبیږي، خو دوه به یې نړیوال جام ته ځي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG