د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په تمریني لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه


دا اول ځل و چې راشد خان د افغانستان د لوبډلې مشري وکړه
دا اول ځل و چې راشد خان د افغانستان د لوبډلې مشري وکړه

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په تمریني لوبه کې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۷) د زمبابوې په هرارې کې د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله خو افغانسان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه.

د باران له کبله د ۵۰ اورونو لوبه ۳۵ ته راکمه شوه. افغانستان ۱۶۳ منډې وکړې، خو د ډک لویس د سیستم له مخې ویسټ انډیز ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکل شو.

خو افغان بالرانو د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۱۰ منډو وسوځوله او افغانستان په ۲۹ منډو لوبه وګټله. د دولت ځدراڼ هېټریک (په دریو پرلپسې توپونو درې لوبغاړي سوځول) د افغانستان بری اسانه کړي.

دولت ځدراڼ څلور کسان وسوځول. راشد خان او شرف الدین اشرف دوه-دوه او محمد نبي او شاپور ځدراڼ یو-یو لوبغاړي وسوځول.

په بیټسمینانو کې بیا تر ټولو ډېرې ۴۸ منډې ګلبدین نایب او ۴۲ منډې سمیع الله شینواري وکړې. شینواری تر پایه ونه سوځېده.

شهزاد محمدي په صفر وسوځېده، احسان جنت اته، جاوید دوه، رحمت شاه ۱۰، ناصرجمال ۱۳، نجیب ځدراڼ دوه، محمد نبي ۱۴ او شرف الدین اشرف ۱۳ منډې وکړې.

افغانستان په لومړي ځل د راشد خان په کپټانۍ کې لوبه وکړه او ویې ګټله. د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی اپنډیکس شو، عملیات یې وکړ او په روغتون کې بستر دی. راشد چې د لوبډلې مرستیال کپټان دی، اوس د لوبډلې مشري کوي.

د غوراوي سیالۍ د مارچ په څلورمه پیلیږي چې افغانستان په کې له سکاټلنډ سره اوله لوبه لري. له افغانستان سره په ګروپ کې زمبابوې، هانګ کانګ او نیپال هم شته. دا سیالۍ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته د ورتلو لار ده.

په الف ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلنډ، متحده عرب امارات، هالنډ او پاپونیوګیني دي. له ګروپي سیالیو څخه شپرو ټیمونه دویم پړاو (سوپر۶) ته ځي چې بیا له دغې ډلې نه د سر دوه ټیمونه نړیوال جام ته لار کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG