د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ‌ ملي‌ لوبډلو ته دلار موندنې نوې تګلاره


په نویو شرطونو دا هم دی چې لوبډلو ته غوره کېدونکي لوبغاړي باید ۳۰۰ ورځې افغانستان کې دننه له کرکټ سره تړلی پاتې شوی وي
په نویو شرطونو دا هم دی چې لوبډلو ته غوره کېدونکي لوبغاړي باید ۳۰۰ ورځې افغانستان کې دننه له کرکټ سره تړلی پاتې شوی وي

د افغانستان کرکټ بورډ ملي او ترې لاندې لوبډلو ته د لوبغاړو د لار موندلو تګلاره اعلان کړه.

د کرکټ بورډ د تخنیکي‌ څانګو مشر بشیر ستانکزي د لوبغاړو د غوراوي دکمېټې له غړو سره په ګډه په کابل کې د یکشنبې په ورځ (اګست ۵) دا تګلاره اعلان کړه .

ښاغلي ستانکزي وویل "د لوبغاړو د غوراوي منظورشوې پاليسي به تر دې وروسته په ټولو لوبغاړو عملي کیږي. که یو لوبغاړی غواړي ملي، الف، ایمرجينګ او ۱۹کلنو لوبډلو ته لار ومومي نو فټنس، ديسيپلین او د لوبې کولو وړتيا یې بايد د دغو معیارونو سره برابر وي."

په دغو شرایطو کې یو دا هم دی چې ملي لوبډلو ته غوره کېدونکي لوبغاړي باید په افغانستان کې دننه په یوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ ورځې د کرکټ سره تړلې پاتې شوي وي،‌ لوبې او تمرین یې کړی وي او د کلب، ولايت او زون مسول به يې له ريکارډ سره تاييدوي. پاسپورټ او تذکره هم شرط شوي‌ دي.

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غواري کمیټې مشر نوروز منگل دا موضوع پدې ویدیو کې شرحه کړې ده:

د افغانستان کرکټ بورډ ملي او نورو لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي تګلاره
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د افغانستان د کرکټ د اوسنۍ ملي لوبډلې ډېرو غړو په پاکستان کې لوبې زده کړې او ځینې یې لا هم هلته ژوند کوي. ځوانو لوبغاړو ته چې ۱۷ کاله عمر لري د افغانستان تابعیت، د ښوونځي تایید او له روغتون نه د زوکړې سند شرې اېښودل شوی دی.

د افغانستان ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي پر کمېټې وخت ناوخت دا نیوکه کیږي‌چې د لوبغاړو په غوره کولو کې مصلحت کوي او ځینې با استعداده لوبغاړو ته چانس نه ورکوي. خو هغوی دا خبر نه مني.

XS
SM
MD
LG