د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهر خان د وایټلټي بلاسټ لومړنۍ لوبې کې دوه لوبغاړي وسول


ظاهر خان څلورم افغان لوبغاړی شو چې د برتانیا د ویټالټي بلاسټ په سیالیو کې لوبیږي
ظاهر خان څلورم افغان لوبغاړی شو چې د برتانیا د ویټالټي بلاسټ په سیالیو کې لوبیږي

افغان لوبغاړي ظاهر خان د برتانیا د وایټلتي بلاسټ په تجارتي سیالیو کې په خپلې لومړنۍ لوبې کې دوه لوبغاړي وسوځول.

دی د برتانیا د لانکاشیر په لوبډلې کې لوبیږي او د سه شنبې په ورځ (اګست ۷) یې د درهم له لوبډلې سره لوبې کې ښه توپ اچونه وکړه. د کرکټ مبصرینو د ظاهر خان توپ اچونه وستایله.

هغه په چپ لاس بیخي یو بل ډول باولنګ کوي، چې چېنامېن هم بلل کیږي او د بال سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۸۸ کیلو مېتره دی.

ظاهر خان په څلور اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او کومه څلوریزه او شپږیزه هم پرې ونه لګېده. هغه څلورم افغان لوبغاړی دی چې د برتانیا د وایټلټي بلاسټ په ۲۰اوریزو سیالیو کې لوبیږي. محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم په دغو سیالیو کې لوبې کوي.

د لانګاشیر کرکټ کلپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ظاهر خان سره یې تړون کړی اود روانو سیالیو تر پای پورې له دغه کلپ سره لوبیږي. دا سیالۍ د همدې کال د سپتمبر په میاشت کې ختمیږي.

ظاهر خان تېرکال په کابل کې د شپږیزې په سیالیو کې په یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي وسوځول چې په افغانستان کې یو ریکارډ بلل کیږي. هغه د ۲۰۱۸ کال د هند غوره لیګ یا آی پي ال په سیالیو د راجستان رایلز لوبډلې اخیستی و، خو د لوبو تر پېلېدو مخکې ژوبل شو او بېرته کابل ته ولاړ.

چېنامېن

ظاهر خان په کیڼ لاس توپ اچوي، هغه چې څه رقم توپ اچوي په کرکټ کې Left-arm unorthodox spin- slow left arm chinaman چینیمن یا ان اردوکس کیڼ لاسی ورو بالر بلل کیږي.

د نورو کیڼ لاسو توپ اچوونکو خلاف د چینیمین بالرانو بال پر پیچ له لګیدو وروسته له ښي لوري چپ ته تاویږي

د نورو کیڼ لاسو توپ اچوونکو خلاف د چینیمین بالرانو بال پر پیچ له لګېدو وروسته له ښي لوري چپ ته تاویږي او همدغه کار توپ وهونکو ته ستونزه جوړوي.

په ساده ډول چینیمین بالران د کیڼ لاسي اف بریګر بالرانو په څېر توپ تاووي/کوي. د کرکټ په نړۍ کې دا ډول بالران ډېر کم دي او بریالي بلل کیږي.

نور عادي کیڼ لاس بالران داسې توپ اچونه نه کوي او یا یې نشي کولی. ظاهر خان په لومړي ځل د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم اخیستل شوی دی

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG