د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې خپله سلمه لوبه وبایلله


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو روانه لړۍ ۱-۱ مساوي شوه
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو روانه لړۍ ۱-۱ مساوي شوه

افغانستان د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۹) د کرکټ په یوې ورځنیو سیالیو کې خپله سلمه لوبه پر ایرلنډ وبایلله.

افغانستان په ۲۰۰۹م کې له سکاټلنډ سره خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کړې وې او ګټلې یې وه.

له ایرلنډ سره په لوبې کې افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته په ۵۰ اورونو کې ایرلنډ ته ۱۸۳ هدف ورکړ.

ایرلنډ په اوو لوبغاړو باندې په ۴۴ اورونو کې دا هدف پوره کړ. په دې سره د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. درېیمه لوبه یې د جمعې په ورځ (اګست۳۱) ده.

په همدې لوبې کې محمد نبي هم خپله سلمه لوبه وکړه. هغه په بیټینګ کې ۱۲ منډې وکړې خو په باولینګ کې یې بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې ۴۲ نجیب ځدراڼ وکړې او راشد خان درې کسان وسوځول.

XS
SM
MD
LG