د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اسیا کپ کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه- کرکټ


دا شپږم ځل و چې افغانستان او بنګله دېش په یوې ورځنیو سیالیو کې سره مخامخ شوي وو
دا شپږم ځل و چې افغانستان او بنګله دېش په یوې ورځنیو سیالیو کې سره مخامخ شوي وو

افغانستان د اسیا کپ په سیالیو کې په خپلې دویمې لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د پنجشنبې د ورځې (سپتمبر۲۰) په لوبې کې افغان کپټان اصغر افغان د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه.

افغانستان د سر څلور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل خو د حشمت الله شهیدي ۵۲ او په اخره کې د راشد خان او ګلبدین نایب د ۹۵ منډو ملګرتیا بنګله دېش ته لوی هدف وټاکه. افغانستان ۲۵۵ رنزونه وکړل. راشد خان ۵۷ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځول شوه او لوبه یې وبایلله او افغانستان په ۱۳۶ منډو لوبوه وګټله.

دا شپږم ځل و چې افغانستان او بنګله دېش په یوې ورځنیو سیالیو کې سره مخامخ شوي وو. درې لوبې افغانستان او درې لوبې بنګله دېش ګټلې دي.

راشد خان، مجیب الرحمن او ګلبدین دوه-دوه کسان وسوځول. افتاب علم، محمد نبي او رحمت شاه یو-یو لوبغاړي وسوځول. راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان د جمعې په ورځ (سپتمبر۲۱) له پاکستان سره لوبه لري.

XS
SM
MD
LG