د لاس رسي وړ اتصالات

قیس احمد د بنګله دېش پریمیر لیګ کې لوبیږي


Caption 2022-01-26 09:52:11 1
Caption 2022-01-26 09:52:11 1

د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړی قیس احمد د بنګله دېش په پریمیر لیګ کې لوبیږي.

قیس احمد د راجشاهي کینګز له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی دی. قیس اوس اوس د ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو کې هم ولوبېده او وځلېده.

ده هلته د هاشم امله او شعیب ملک غوندې مشهور لوبغاړي وسوځول. قیس احمد امریکا غږ ته ویلي وو چې دی غواړي د نړۍ سترو لیګونو کې ولوبیږي.

دی د افغانستان د ۱۹کلنو د لوبډلې ورو توپ اچوونکی دی. تر قیس احمد مخکې ځینو نورو افغان لوبغاړو هم د بنګله دېش په پریمیر لیګ کې لوبېدلې دي.

ټاکل شوې وه چې د بنګله دېش پریمیر لیګ د همدغه کال په اکتوبر کې پیل شي، خو اوس داسې ویل کیږي چې ښايي د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې وشي.

دا لیګ هر کال یو وارې کیږي. تر دې مخکې افغان لوبغاړو محمد نبي، راشدخان، مجیب الرحمن، نجیب ځدراڼ، ظاهرخان، شاپور ځدارڼ، حمید حسن، سمیع الله شینواری او شهزاد محمدي هم په دغه لیګ کې لوبېدلي دي.

XS
SM
MD
LG